اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) لخوا په پاكستان كښې د روغتيا نظام مضبوطولو له د ګاډو سپارلو دستوره وشوه په كومه كښې چې د رنځونو په مخنيوي او د بنيادي صحت آسانيو په رسولو زور راوړلے شو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د قامي روغتيا وفاقي وزير ووئيل يوازې روغتون جوړول او د درملنو آسانۍ رسول د حكومت وژن نه دے بلكې اصل مشن …
د روغتيا نړيوالې ادارې لخوا د ګاډو سپارلو دستوره ٬ د حكومت وژن يوازې آسانۍ وركول نه خلق رنځونو څخه ساتل دي: وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال
اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) لخوا په پاكستان كښې د روغتيا نظام مضبوطولو له د ګاډو سپارلو دستوره وشوه په كومه كښې چې د رنځونو په مخنيوي او د بنيادي صحت آسانيو په رسولو زور راوړلے شو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د قامي روغتيا وفاقي وزير ووئيل يوازې روغتون جوړول او د درملنو آسانۍ رسول د حكومت وژن نه دے بلكې اصل مشن اولس رنځونو څخه بچ كول دي۔ ده ووئيل د پاكستان هېلتھ كيئر سسټم يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے۔ كله هم چې په لويه شمېره كښې خلق رنځوران شي نو د روغتيا ټوله ډھانچه فشار سره مخ شي او د دې ښكاره مثال کووډ۔19 وبا ده۔ ده ووئيل په هېواد كښې هر كال نزدې 62 لکه ماشومان پېدا كيږي بياهم د ماشوم له پېدا كېدو څخه تر لوئيدو موجودہ ایکو سسټم مثالي نه دے۔ ده ووئېل د اوبو ٬ صفايۍ او آب وهوا مسئلې په رنځونو كښې د زياتوالي سبب ګرځي چې په نتيجه كښې يۍ په روغتون د رنځورو ګڼه زيايږي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې هېواد د ’’سِک کېئر‘‘ په ځاے فعاله’’هېلتھ کېئر‘‘ سسټم ته اړتيا لري۔ ده ووئيل حكومت 13 مهلک رنځونو څخه اولس بچ كولو له حفاظتي ټيكې وړاندې كوي بياهم اولس له به په وېكسينېشن باور كول وي۔ ده ووئيل د ډبلیو اېچ او لخوا راكړې شوي ګاډي به لرې پرتو سيمو كښې حفاظتي ټيكو او د بنيادي روغتيا فعاليتونو له كارولې شي۔ ده ووئيل د پوليو پروګرامو به د وائرس تر بشپړه خاتمې روان ساتلې شي











