ملګري ملتونه ۔13جنوری(اے پی پی) پاکستان په روسيه او يوكرېن زور راوړے دے چې هغوي د شخړې هواري لپاره په پرله پسې ٬ ګټورو او منظمو خبرو اترو كښې شامل شي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ سلامتي كونسل ته خطاب كښې وكړه۔ پاکستانی استازي د يوكرېن په صورتحال د بحث په مهال ووئيل مونږ د روان جنګ په زياتوالي او …
د پاكستان د روسيه – يوكرين جنګ ختمولو له د ګټورو خبرو اترو په حاجت زور
ملګري ملتونه ۔13جنوری(اے پی پی) پاکستان په روسيه او يوكرېن زور راوړے دے چې هغوي د شخړې هواري لپاره په پرله پسې ٬ ګټورو او منظمو خبرو اترو كښې شامل شي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ سلامتي كونسل ته خطاب كښې وكړه۔ پاکستانی استازي د يوكرېن په صورتحال د بحث په مهال ووئيل مونږ د روان جنګ په زياتوالي او د دواړو اړخونو لخوا په بريد كښې په رامخې ته شوي شدت اندېښنه لرو چې ورسره وړاندې څخه سنګين بشري صورتحال لا خرابيږي۔ ده ووئيل دا ډول اقدامات جنګ لا اوږدوي او امن لپاره روانو هڅو ته زيان رسوي۔ ده ووئيل له اولې ورځې څخه د پاكستان دريځ ښكاره پاتې شوے چې تلپاتي امن لپاره خبرې اترې يوازينۍ د عمل وړ لاره ده۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د لكھونو په شمېر وګړي له اذيت څخه بچ كول بايد زمونږ وړومبۍ ترجيح وي۔ پاكستاني استازي ووئيل زمونږ حكومت د دې مسئلې سوله ايز ٬ بشپړ او تلپاتي حل لپاره د روانو ټولو هڅو ملاتړ كوي۔











