په نړيواله توګه د ډيجيټل اثاثو اړوندو فعاليتونو كښې پاكستان د فعاله هيواد په توګه شامل دے٬ د موقعو او خطرو ترمينځه توازن لپاره ضابطه كاري ضروري ده: د خزانې وزير اورنګزيب

اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي په نړيواله توګه د ډيجيټل اثاثو اړوند فعاليتونو كښې پاكستان د فعاله هيواد په توګه شامل دے٬ د موقعو او خطرو ترمينځه توازن لپاره ضابطه كاري ضروري ده۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د آئي كوئن ټېكنالوجي پلاوي سره خبرو كښې وكړه د كوم مشري چې چیئرمېن او چیف اېګزېکټو آفیسر چیټ سلوېستری كوله۔ …

اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي په نړيواله توګه د ډيجيټل اثاثو اړوند فعاليتونو كښې پاكستان د فعاله هيواد په توګه شامل دے٬ د موقعو او خطرو ترمينځه توازن لپاره ضابطه كاري ضروري ده۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د آئي كوئن ټېكنالوجي پلاوي سره خبرو كښې وكړه د كوم مشري چې چیئرمېن او چیف اېګزېکټو آفیسر چیټ سلوېستری كوله۔ د خزانې وفاقي وزير پلاوې د خپل حكومت لخوا ډیجیټل اثاثو لپاره د منظم او ذمه وار فرېم ورك تشكيل كولو په لړ كښې روانو هڅو څخه خبر كړو۔ وفاقي وزير د نړيوالو تجزياتي رپورټس حواله وركولو سره په نړيواله كچه ډيجيټل اثاثه جات سره اړوندو فعاليتونو كښې د پاكستان مخ په زياتېدونكې شموليت په ډاګه كړو او د دې عزم څرګندونه يۍ وكړه چې حكومت دا فعاليتونه د يو بهتر او منظم چاپېريال له مخې كول غواړي كوم چې د صارفينو تحفظ باوري كړي او د جدت او سرمايه كارۍ ډاډګيرنه وكړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په خاص توګه په هغه وخت كښې كله چې د پاكستانو وګړو لخوا د ډيجيټل اثاثو په استعمال كښې تندۍ سره اضافه كيږي د موقعو او خطرو ترمينځه توازن په ځاې كول ضروري دے۔ چیټ سلوېستری د امريكا او كاناډا ماركيټونو تجربو په رڼا كښې د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه او په بېنکونو، اېکسچېنجز او لويو صارفينو مشتمل پلېټ فارمز سره يۍ د آئي كوائن ټېكنالوجۍ د كار حوله وركړه۔ پلاوي په دې خبره زور راوړو چې بلاک چین ټېکنالوجی او سټیبل کوائنز د مالیاتی انفراسټرکچر د جدت غېر معمولي صلاحيت لري۔ فريقېنو د رابطو په برقرار ساتلو ٬ د همكارۍ د ممكنه څانګو جاج په اغستلو او پاکستان كښې د شفاف، بشپړ او په غوره توګه د منظم ډيجيټل اثاثه جاتي ماركيټ تشكيلولو لپاره د خيالاتو په ګډولو اتفاق وكړو۔په پلاوي كښې لېفټېننټ جنرل (ر)ټېری روبلنګ، محمود اظهر جبار چیف اېګزېکټو آفیسر ټیک اېکسس او طارق حفیظ ملک چیف ټیکنالوجی آفیسر ټیک اېکسس هم شامل وو۔

مزید خبریں