اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال وئيلي دي مقامي استازي اولس ته پېښې مسئلې په غوره ډول حل كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلدياتي ټاكنو په اړه تابيا كړې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل عام وګړے مطمئن نه دے٬ ده ووئيل مينارټي ته دې هم خاص پاملرنه وكړې شي٬ په چين كښې ګورنمنټ سسټم يو غوره مثال دے٬ مقامي …
ځائي استازي اولس ته پيښې مسئلې په غوره ډول حل كولې شي: وفاقي وزير سيد مصطفی كمال
اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال وئيلي دي مقامي استازي اولس ته پېښې مسئلې په غوره ډول حل كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلدياتي ټاكنو په اړه تابيا كړې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل عام وګړے مطمئن نه دے٬ ده ووئيل مينارټي ته دې هم خاص پاملرنه وكړې شي٬ په چين كښې ګورنمنټ سسټم يو غوره مثال دے٬ مقامي حكومت د عامو وګړو د ترقۍ ذريعه ده٬ د يونين كونسل په كچه د مسئلو حل ضروري دے۔ ده ووئيل ادارې به مضبوطول وي ، مضبوط بلدياتي نظام سره حقيقي پرمختګ ممكن دے۔ ده زياته كړه چې ځائي نمائندګان د اولس بنيادي مسئلې په غوره ډول حل كولې شي۔











