اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بنو كښې د امن كمېټۍ په غړو د خوارجو د ډزو پېښې سخته غندنه كړې ده۔ وفاقي وزير محسن نقوی د امن كمېټۍ 4 غړو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي او خواخوږي ښكاره كړه۔ وفاقي وزير ووئيل په خېبر پښتونخوا كښی د امن هڅې له مينځه …
وفاقي وزير محسن نقوي بنو كښې د امن كميټۍ په غړو د خوارجو د بريد غندنه وكړه
اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بنو كښې د امن كمېټۍ په غړو د خوارجو د ډزو پېښې سخته غندنه كړې ده۔ وفاقي وزير محسن نقوی د امن كمېټۍ 4 غړو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي او خواخوږي ښكاره كړه۔ وفاقي وزير ووئيل په خېبر پښتونخوا كښی د امن هڅې له مينځه وړولو هر يو سازش به ناكامه كولې شي۔ خوارج د بزدلانه كارروايۍ د لارې د ترھګرۍ په ضد د قام كلك عزم كمزورے كولې نه شي۔ ده ووئيل قام د خوارج په خپلو ناپاكه ارادو كښې ناكامه كولو له يو موټے دے۔











