پېښور 13 جنوري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي دا مهال د صوبې په بندوبستي او ضم شوو ضلعو كښې د ترهګرۍ پېښو كښې تندي راغلې ٬ پوليس او وسله وال ځواكونه قربانۍ وركوي٬ بايد صوبائي حكومت په صورتحال قابو موندلو لپاره سنجيده غور وكړي ۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ګورنر هاٶس كښې …
بندوبستي او ضم شوو ضلعو كښې د ترهګرۍ پېښو كښې تندي ٬ پوليس او وسله وال ځواكونه قربانۍ وركوي٬ صوبائي حكومت دې په صورتحال قابو موندلو لپاره سنجيده غور وكړي۔ ګورنر فيصل کريم کنډي

مزید خبریں
پېښور 13 جنوري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي دا مهال د صوبې په بندوبستي او ضم شوو ضلعو كښې د ترهګرۍ پېښو كښې تندي راغلې ٬ پوليس او وسله وال ځواكونه قربانۍ وركوي٬ بايد صوبائي حكومت په صورتحال قابو موندلو لپاره سنجيده غور وكړي ۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ګورنر هاٶس كښې د پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔ فيصل کريم کنډي ووئيل صوبائي حكومت د ترهګرۍ په پېښو كښې د افغان خاورې د ملوث كېدو ثبوت غواړي٬ د خپل رياست نه هم څوك ثبوت غواړي، ګردې نړۍ وئيلي دي چې افغان خاوره زمونږ په صوبه او هېواد كښې ترهګرۍ لپاره استعمالېږي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت دې د افغانستان او ټي ټي پي نمائندګي كولو په ځاے خپله صوبه او هېواد كښې تل پاتي امن لپاره سنجيده اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د كرم نه پس اوس خلق د خېبر ضلعې څخه هم كډه كوي، بايد صوبائي حكومت د اوس نه آئي ډي پيز لپاره اقدامات وكړي۔ ګورنر ووئيل وفاق دې دا نه ګڼي چې ھغوي په صوبه كښې په اپوزيشن كښې دي نو دې لپاره په صوبه كښې لويې منصوبې نه پېل كوٶ، وزيراعظم ته به درخواست كوم چې ھغه خېبرپښتونخوا ته راشي او دلته هم لېپ ټاپ اووېشي، د دانش سکول پرانستې پشمول دې لويې منصوبې پېل كړي دغسې چې د ځائي اولس هم په وفاقي حكومت باور زيات شي٬ ده ووئېل پي سي بي له هم پكار دي چې د پېښور پشمول د صوبې په نورو ضلعو كښې د نړيوال معيار سټېډيم جوړ كړي۔ ده ووئيل په صوبه كښې تل پاتي امن لپاره به په ګډه كار كول وي٬ زمونږ صوبه امن ته اړتيا لري۔ ګورنر ووئيل د وزيراعليٰ د كراچۍ دورې په مهال د سندھ حكومت لخوا نه يوازې هركلے شوے بلكې دوي ته امنيت هم وركړے شي۔ ګورنر ووئيل زه يو ځل بيا صوبائي حكومت ته دا وئيل غواړم چې د صوبې امن لپاره كار وكړي او د افغانستان فكر نه كوي٬ آئي ډي پيز د اوس نه د سنبهالولو دې چمتو والے ونيولې شي او د خپل پوځ او پوليس د ترهګرۍ په ضد ملګرتيا دې وكړي۔ ده ووئيل زمونږ پوليس مېړني دي خو صوبائي حكومت د دوي وظيفائي استعداد زيارتولو لپاره كار نه دے كړے، پوليس لپاره جديد وسلې او بلټ پروف ګاډي نه دي اخستلې شوي كوم ګاډي چې وفاق رالېږي د ھغې د اخستو نه يې انكار كړے دے۔ ده ووئيل مونږ له به په ګده صوبه كښې امن لپاره كار كول وي










