اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د سندھ طاس لوظنامې معطلي په منطقه كښې امن او د پاكستان آبي حقونو لپاره سنګين خطر دے٬ د هند د آبي جارحيت مقصد زمونږ د اوبو بحران سره مخ كول دي٬ د ماحولياتي او موسمياتي بدلونونو له امله د ګلېشيئرز په ويلې كېدو كښې تر خطرناك حد زياتوالے رامخې ته …
د سندھ طاس لوظنامې معطلي په منطقه كښې امن او د پاكستان آبي حقونو لپاره سنګين خطر دے٬ د هند د آبي جارحيت مقصد مونږ د اوبو بحران سره مخ كول دي: وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال
اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د سندھ طاس لوظنامې معطلي په منطقه كښې امن او د پاكستان آبي حقونو لپاره سنګين خطر دے٬ د هند د آبي جارحيت مقصد زمونږ د اوبو بحران سره مخ كول دي٬ د ماحولياتي او موسمياتي بدلونونو له امله د ګلېشيئرز په ويلې كېدو كښې تر خطرناك حد زياتوالے رامخې ته شوے دے۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د نېشنل واټر سكيورټي ټاسك فورس اولنۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښی د آبي وسائلو وزير مياں معين وټو هم ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر د آبي وسائلو وزارت لاندې د خصوصي وركنګ ګروپ جوړولو او په 51 ورځو كښې د عمل وړ سفارشات پلاننګ كمېشن ته د وړاندې كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې ووئيل شول په هندوكش او هماليه ريجن كښې د واورې ويلې كېدو په شرح كښې 65 فیصده ريكارډ اضافه وشوه او سياچن ګلېشيئر د كال 50 څخه تر 60 میټره په رفتار ويلې كيږي٬ د هماليه په غرونو كښې د واورې ويلې كېدو شرح د كال 30 ميټر ته ورسېده۔ وفاقي وزير د اوبو پالېسۍ په عملي منصوبو بدلولو له د فوري ټيكنيكل وركشاپ رابللو امر سره ووئيل ماحولیاتی بدلون سره د ګلېشيئرز په ويلو كېدو كښې تر خطرناك حد زياتوالے راغلے او كال 1960 څخه تر دې دمه د ګلېشیئرز 23 فیصد واوره ويلې كېدو سره ضائع شوې ده۔ ده ووئيل د سندھ طاس لوظنامې معطلي په منطقه كښې امن او د پاكستان آبي حقونو لپاره سنګين خطر دے٬ د هند د آبي جارحيت مقصد مونږ د اوبو بحران سره مخ كول دي۔ ده ووئيل د اوبو تحفظ د غذائی سلامتيا او معاشي استحكام ضمانت دے۔ ده د وفاق او صوبو ترمينځه په نېشنل واټر پالېسۍ د همغږۍ مضبوطولو هدايت وكړو۔ وفاقی وزیر ووئيل پوهنتونونه او آبي پوهان دې په ګډه په آبي تحفظ منصوبه جوړه كړي٬ ټاسك فورس به پاكستان ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل ډېمز جوړول د وخت مهم حاجت دے٬ دیامر بھاشا او مومند ډېمز به د پاكستان د اوبو زېرمې زياتولو كښې ځانګړې پړاؤ ثابت شي۔ ده ووئيل د واپډا ٬ ارسا او فلډ كمېشن چيئرمينان او د ټولو صوبو وركنګ ګروپ دې وړاندېزونه وركړي











