اروپا د ایران سفارت کارو پارلیمان ته په داخلېدو د بندېز اعلان وكړو ، د تهران ځوابي کارروائي

برسلز۔13جنوري (اے پي پي)د اروپائي پارلیمان صدر روبرټا میټسولا اعلان کړے دے چې په ایران كښې د مظاهر چيانو خلاف د کریک ډاؤن له امله د ایران سفارت کارو اروپائي پارلیمان ته په تللو بندېز به لګولې شي ۔ بل پلو د ایران احتجاجي مظاهرچيانو په مرسته كولو 4 د اروپائي هېوادونو سفیران وغوښتلے شول ۔ د العربیه اردو تر مخه هغه د پارلیمان غړو ته په لېږلې يو پیغام …

برسلز۔13جنوري (اے پي پي)د اروپائي پارلیمان صدر روبرټا میټسولا اعلان کړے دے چې په ایران كښې د مظاهر چيانو خلاف د کریک ډاؤن له امله د ایران سفارت کارو اروپائي پارلیمان ته په تللو بندېز به لګولې شي ۔ بل پلو د ایران احتجاجي مظاهرچيانو په مرسته كولو 4 د اروپائي هېوادونو سفیران وغوښتلے شول ۔ د العربیه اردو تر مخه هغه د پارلیمان غړو ته په لېږلې يو پیغام كښې د دې فیصلې وضاحت کولو سره ووئېل په بنېدز كښې برسلز او سټراسبرګ كښې د پارلیمان ټولې ودانۍ چرته چې مهم بحثونه كېږي او لکسمبرګ كښې د اروپائي ائتلاف جنرل سیکرټریټ هیډ کوارټر شامل دے۔ د دې مطلب دا دے چې په داخلي لاره به د ایران پاسپورټ لرونكې د كوم هم كس تلاشي اغستلې شي او چې ثابت شي چې هغه د حکومت لپاره کار کوي هغه به د داخلې نه اسيارولې شي ۔ دا فیصله به سمدستي نافذ العمل وي ۔ هغه ووئېل د ایران اولس مرستې، یو والي او کارروائۍ لپاره به په دې پارلیمان باوري روان ساتلے شي ۔ بلو پلو د ایران خارجه وزارت تېره ورځ د احتجاجي مظاهرو په مرسته كولو 4 اروپائي هېوادونو المان، فرانس، اټلي او د برطانیه سفیروان یا ناظم الامور طلب کړل ۔ د فرانسوي خارجه وزارت ووئېل مونږ د اروپا د سفیرانو د طلب کولو تصدیق کوو ۔دا پیش رفت د اروپائي ائتلاف د هغې اعلان نه پس رامخې ته شوے جې پكښې هغه په ایران د نوو بندېزونو لګولو اراده ظاهر کړه خو په دې خبره زور راوړلے شو چې د ایران نظام بدلول د دوي د پالیسۍ برخه نه ده ۔ د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو وياند انور العنوني ووئېل مونږ په مظاهرچيانو د تشدد تر مخه کریک ډاؤن نه پس د نوو او زیاتو سختو بندېزونو تجویز لپاره چمتو يو ۔ د اروپائي کمیشن د ایران چارواكو څخه غوښتنه وكړه جې د اولس غوښتنې واوري او نيولې شوي كسان پرېږدي چا چې د خپلو حقونو مطالبه كړې وه ۔ کمیشن ووئېل په ایران كښې نظام بدلول زمونږ د پالیسۍ برخه نه ده ۔ کمیشن په دې خبره زور راوړو چې هغه د ایراني اولس د خپلو استازو د ټاكنې د غوښتنې مرسته كوي

مزید خبریں