د خيبر پښتونخوا ګورنر سره د هلال احمر نوي سيكرټري ملاقات

پېښور ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نهې په ورځ د پاكستان ريډ كريسنت سوسائټي (هلال احمر) نوي سېكرټري عابد رحمن مروت ملاقات وكړو او هغه يۍ د خپل ويژن ٬ تګلارې او د سباؤن پلان په اړه خبر كړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د هلال احمر خېبر پښتونخوا چيئرمېن فرزند علي وزير هم په دې موقع موجود …

پېښور ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نهې په ورځ د پاكستان ريډ كريسنت سوسائټي (هلال احمر) نوي سېكرټري عابد رحمن مروت ملاقات وكړو او هغه يۍ د خپل ويژن ٬ تګلارې او د سباؤن پلان په اړه خبر كړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د هلال احمر خېبر پښتونخوا چيئرمېن فرزند علي وزير هم په دې موقع موجود ؤ ٬ د ملاقات په مهال نوي صوبائي سېكرټري په صوبه كښې د ريليف او بشري خواخوږۍ فعاليتونو سره په اړوند خپل وژن ٬ تګلاره او د سباؤن په پلان رڼا واچوله۔ ګورنر هلال احمر خېبر پښتونخوا ته د خپل حكومت لخوا د بشپړ ملاتړ باور وركړو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ادارہ دې خود کفالت ته وده وركولو او ممكنه ډونرز سره مؤثره رابطو ساتلو ته خاص پاملرنه وكړي دغسې چې د صوبې عامو او مسحق وګړو سره مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل تېر كال د سېلاب او قدرتي آفتونو په مهال هلال احمر غوره خذمات ترسره كړل

مزید خبریں