د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنېد انور چوهدري په مشرۍ كښې د پورټ انډسټريل كمپليكس جوړولو د وژن غونډه

اسلام آباد۔ 12 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنېد انور چوهدري د پورټ قاسم لپاره د يو جامع ماسټر پلان لاندې د پورټ انډسټريل كمپليكس جوړولو اوږد مهاله وژن خاكه وړاندې كړې ده۔ چې پكښې موسمياتي لچك او په سخت ماحولياتي تعميل زور راوړلے شو۔ د وزارت نه جاري بيان تر مخه د ګل په ورځ د پورټ انډسټريل كمپليكس وژن غونډې مشرۍ كولو په …

اسلام آباد۔ 12 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنېد انور چوهدري د پورټ قاسم لپاره د يو جامع ماسټر پلان لاندې د پورټ انډسټريل كمپليكس جوړولو اوږد مهاله وژن خاكه وړاندې كړې ده۔ چې پكښې موسمياتي لچك او په سخت ماحولياتي تعميل زور راوړلے شو۔ د وزارت نه جاري بيان تر مخه د ګل په ورځ د پورټ انډسټريل كمپليكس وژن غونډې مشرۍ كولو په مهال وفاقي وزير ووئېل د پورټ قاسم كوټلې منصوبه بندي او وار په وار پرمختګ د بندر ګاه په نړيواله كچه په مسابقتي صنعتي او لاجسټكس مركز بدلولو لپاره دېزائن كړے شوے ؤ كوم چې د پاكستان تجارتي پراختيا ٬ صنعتكارۍ او د بليو اكانومي نمو د پراخه مقاصد سره سم دے۔ جنېد انور چوهدري ووئېل د پورټ قاسم موسمياتي لچكدار صنعتي مركز په راروانو 20 كالو كښې د سوونو ارب ډالر معاشي اثرات پېدا كولې شي٬ ده ووئېل دا د پاكستان صنعتي بنياد مضبوطولې شي ٬ برآمدات زياتوالې شي او په لاكهونو نوكرۍ پېدا كولې شي او هېواد په يو مسابقتي سيمه ايز تجارتي او صنعتي مركز اودرولې شي۔ دغسې وفاقي وزير د جامع ماسټر پلان تر مخه د پورټ قاسم د پاكستان اوږد مهاله اقتصادي پرمختګ د بنياد تيګې په توګه د دې په سټرتېجك اهميت زور راوړو او دا يې د قامي خوشحالۍ ګېټ وے وګرځولو۔ جنېد انور چوهدري ووئېل ماسټر پلان په 14590 ايكړ زمكه محيط دے د كوم دهانچه چې د متوازن صنعتي ترقۍ ٬ موثر بندر ګاهونو د آپرشنز او د 5 لسيزو په مهال د زمكې تل پاتي استعمال باوري كولو لپاره جوړ كړے شوے دے

مزید خبریں