اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي د ترهګرۍ نظريات خپرونكې د اسلام سره تعلق لري نه پاكستان او نه انسانيت سره۔ اسلام د امن مذهب دے ٬ د قامي امن كمېټۍ پيغام به هر يو كور ته رسولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د قامي پېغام امن كمېټي كنفرنس مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په دې …
د ترهګرۍ نظريات خپرونكي اسلام سره تعلق لري نه پاكستان او انسانيت سره۔ اسلام د امن مذهب دے ٬ دا پيغام به هر كور ته رسولے شي: عطاﺀ الله تارړ
اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي د ترهګرۍ نظريات خپرونكې د اسلام سره تعلق لري نه پاكستان او نه انسانيت سره۔ اسلام د امن مذهب دے ٬ د قامي امن كمېټۍ پيغام به هر يو كور ته رسولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د قامي پېغام امن كمېټي كنفرنس مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په دې موقع د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي په شمول نور علماﺀ كرام هم موجود وو۔ د اطلاعات وفاقي وزير خپل خطاب كښې ووئيل د قامي پېغام امن کمېټۍ بنياد مقصد په هېواد كښې د امن پېغام عام كول او د پاكستان هر وګړي ته دا احساس وركول دي چې اسلام سراسر د امن مذهب دے او انسانيت لپاره يۍ د امن پېغام راوړے دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ او انتها خوښۍ د كومو نظرياتو د خپرولو چې هڅې كولې شي هغه نه خو اسلام سره تعلق لري ٬ نه پاكستان او نه انسانيت سره۔ ده په ډاګه كړه چې رياست او قام به د داسې ګمراه كوونكو نظريات بشپړه مقابله كوي۔ ده ووئيل د قامي پېغام امن كمېټۍ د پېښور دوره به زياته ګټوره ثابته شي چرته به چې د هر مكاتب فكر علماﺀ كرامو سره مشاورت كولې شي او دا خبره به باوري كولې شي چې دا پېغام دې هر يو كور ته ورسي چې اسلام د امن مذهب دے او مونږ امن غواړؤ۔ وفاقي وزير ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ پېښه كښې ككړ عناصر او د هغوي هېنډلرز نيولې شوي ٬ دوي څخه برآمد شوي مواد د دې خبرې ثبوت دے چې دوي اسلام سره هېڅ تعلق نه لري۔ دوي پاكستان بې ثباتۍ سره مخ كول غواړي او دوي د فارن ايجنډې لاندې كار كوي۔ ده ووئيل فتنة الهندوستان او فتنة الخوارج هندوستان څخه فنډنګ وصولوي او په پاكستان كښې چاؤدنې كوي ٬ دا كوم اسلام دے؟ ده ووئيل د افغان حكومت هند سره بيا بيا رابطې او خبرې هم سواليه نشان دے۔ ده ووئيل ترهګر آسان هدفونه په نخښه كوي۔ ده ووئيل زه دا په ډاګه كول غواړم چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ او د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د عزم له مخې ټول قام يو موټے دے او مونږ به په هر صورت ترهګري ختموو۔ ترهګري كه په كوم هم شكل كښې وي د پاكستان رياست به يۍ بشپړه او پرېكنده مقابله كوي۔ وفاقي وزير ووئيل قامي پېغام امن كمېټي بااختياره كمېټي ده او كه پاك پروردګار ته منظور وي دا به خپل فعاله كردار ترسره كړي۔ وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې كه پاك پروردګار ته منظور وي د امن پېغام به په ټول هېواد كښې خپرولې شي۔ رياست به هر يو وګړي ته د تحفظ احساس وركړي او كوم هم شرخوښي ته به د خپلې ګمراه كونكې ايجنډې خپرولو اجازه ورنه كړي شي۔ ده ووئيل قومي پېغام امن كمېټۍ كښې به د ټولنې هرې طبقې ته بلنه وركولې شي او دا كمېټي به د اسلام د اصل روح له مخې ټول پاكستان ته د امن ٬ روادارۍ او هم آهنګۍ پېغام وړي۔











