د قانون وفاقي وزير سره د یونیورسټی آف لندن پلاوي ملاقات٬ په قانوني زده كړو كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق

اسلام آباد۔12جنوری (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذیر تارړ سره د یونیورسټی آف لندن پرو وائس چانسلر (تعلیم) پروفیسر فلپ آل مینډنګر په مشرۍ كښې يو پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د قانوني زده كړو په څانګه كښې همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر اعظم نذیر تارړ په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل په دې څانګه …

اسلام آباد۔12جنوری (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذیر تارړ سره د یونیورسټی آف لندن پرو وائس چانسلر (تعلیم) پروفیسر فلپ آل مینډنګر په مشرۍ كښې يو پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د قانوني زده كړو په څانګه كښې همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر اعظم نذیر تارړ په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل په دې څانګه كښې همكارۍ سره به نه يوازې د قانوني زده كړو معيار ښه شي بلكې د تلپاتي آمدن موقعې به هم رامخې ته شي۔ ده زياته كړه چې دې سره به زده كوونكي په نړيواله كچه تسليم شوو سندونو ته لاس رسنه ولري۔ بېرسټر اسامه ملک د قانون وزير خبر كړو چې د ډائرېکټورېټ آف لیګل اېجوکېشن په مشاورت به د پاكستاني لاء ماډیول د یونیورسټی آف لندن د اېل اېل بی (آنرز) په نصاب كښې په شاملولو غور كولې شي او د دې به په سباؤن كښې ښې نتيجې رامخې ته شي۔ په ملاقات كښې د فېکلټی ډوېلپمنټ او صلاحیت سازۍ، فېکلټي اېکسچېنج او تربیتی پروګرامونو په شمول په نورو چارو هم خبرې وشوې۔ پروفېسر فلپ آل مینډنګر په تعميري خبرو اترو مننه وكړه۔ وفاقي وزير بامعني او د اوږدې مودې تعليمي همكارۍ ته ودې وركولو له د پاكستان لخوا د بشپړ ملاتړ باور وركړو

مزید خبریں