په خېبر پښتونخوا كښې رياستي وسائل هم د رياست په ضد د كارولو ناوړه لوبه روانه ده۔ اختيار ولي خان

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف خېبر پښتونخوا لپاره د اطلاعات کوآرډينيټر اختيار ولي خان وئيلي دي صوبه دا مهال په داسې سراب كښې ګېره ده چرته چې د بدلون په نامه يوازې تباهي او د اشتهارات په شا كرپشن پروت دے ٬ د 13 كالو د اقتدار دعوېدارو صوبه داسې مقام ته رسولې چرته چې په روغتونونو كښې نه بېډ شته٬ په بېورو …

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف خېبر پښتونخوا لپاره د اطلاعات کوآرډينيټر اختيار ولي خان وئيلي دي صوبه دا مهال په داسې سراب كښې ګېره ده چرته چې د بدلون په نامه يوازې تباهي او د اشتهارات په شا كرپشن پروت دے ٬ د 13 كالو د اقتدار دعوېدارو صوبه داسې مقام ته رسولې چرته چې په روغتونونو كښې نه بېډ شته٬ په بېورو كرېسي كښ مېرټ او اولس لپاره انصاف نشته٬ رياستي وسائل هم د رياست په ضد د كارولو ناوړه لوبه روانه ده كومې چې صوبائي نظام يرغمال كړے دے۔ د ګل په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د بده مرغه خېبرپښتونخوا دا مهال د هېواد ھغه صوبه ده چرته چې حكومت نومې څيز نشته او ګورننس بېخي ختم شوے دے، په صوبه كښې كرپشن بام ته رسېدلے خو ولې واكمن ګوند دا كرپشن نه ګڼي٬ جرائم، سمګلنګ او بدانتظامي هم جرم نه تسليموي٬ ده ووئېل دې ټولو معاملو ته سياسي رنګ وركولو سره د قيدي نمبر 804 د مظلومه ثابتولو هڅې روانې دي۔ ده ووئيل دلته د بدانتظامۍ دا حال دے چې پي اېم اېس افسران اوس وفاق يا پنجاب ته د منتقل كېدو هڅې كوي ځكه چې دلته پوسنټنګ لپاره بډې وركول وي، څوك چې څومره زياتې پېسې وركوي ھغه دومره په زړه پورې چوكۍ ترلاسه كوي٬ ديانتدار افسرانو لپاره دلته ځاے نشته۔ اختيار ولي خان ووئيل صوبه دا مهال په داسې سراب كښې ګېره ده چرته چې د بدلون په نامه يوازې تباهي او د اشتهارات په شا كرپشن پروت دے ٬ د 13 كالو د اقتدار دعوېدارو صوبه داسې مقام ته رسولې ده چرته چې په روغتونونو كښې نه بېډ شته٬ په بېورو كرېسي كښ مېرټ او اولس لپاره انصاف نشته٬ رياستي وسائل هم د رياست په ضد د كارولو ناوړه لوبه روانه ده كومې چې صوبائي نظام يرغمال كړے دے

مزید خبریں