وزيراعظم شهباز شريف د جامعه اشرفيه لاهور دوره، د مولانا فضل الرحيم اشرفي په مړينه ئې لاس نيوه وكړه

لاهور 11 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جامعه اشرفيه لاهور مهتمم اعليٰ مولانا فضل الرحيم اشرفي ارواښاد په مړينه لاس نيوي له د جامعه دوره وكړه او منتظمين او د ارواښاد خپلو خپلوانو سره ئې غمرازي وكړه۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د موجوده مهتمم اعليٰ مولانا قاري ارشد عبيد سره د مولانا فضل الرحيم …

لاهور 11 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جامعه اشرفيه لاهور مهتمم اعليٰ مولانا فضل الرحيم اشرفي ارواښاد په مړينه لاس نيوي له د جامعه دوره وكړه او منتظمين او د ارواښاد خپلو خپلوانو سره ئې غمرازي وكړه۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د موجوده مهتمم اعليٰ مولانا قاري ارشد عبيد سره د مولانا فضل الرحيم اشرفي، پخواني مهتمم اعلي جامعه اشرفيه لاهور په مړينه لاس نيوه وكړه، نائب مهتمم اعليٰ حافظ اسد عبيد، نائب مهتمم و ارواښاد مولانا فضل الرحيم اشرفي زوې زبير حسن او ناظم اعليٰ قاري مولانا اويس حسن هم په دې موقع موجود وو۔ وزيراعظم د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔ وزيراعظم د ارواښاد خذماتو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ارواښاد مولانا فضل الرحيم اشرفي د اسلام لپاره خذمات ته نړۍ د قدر په سترګه ګوري۔ وزيراعظم هغه وخت ياد كړو كله چې هغه د خپل پلار مياں محمد شريف سره د جامعه اشرفيه لاهور كښې تر ډير وخت د جمعې لمونځ ادا كولو لپاره پرله پسې حاضري كوله۔ده ووئيل جامعه اشرفيه عمر له د مسلمانانو يو بل ته رانزدې كولو كښې كردار ترسره كړې كوم چې د ستائنې وړ عمل دے۔د دورے په مهال د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق، د اطلات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارڑ او خاص مرستيال طلحه بركي هم د وزير اعظم سره موجود وو۔

مزید خبریں