اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د ګېس سلنډر په چاؤدنه كښې په شوي قيمتي انساني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملکت په چاؤدنه كښې په حق رسيدليو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔صدر مملکت ووئيل دا …
صدر مملکت آصف علي زرداري د ګېس سلنډر په چاؤدنه كښې په شوي قيمتي انساني زيان د افسوس څرګندونه وكړه
اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د ګېس سلنډر په چاؤدنه كښې په شوي قيمتي انساني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملکت په چاؤدنه كښې په حق رسيدليو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔صدر مملکت ووئيل دا پېښه د افسوس وړ پېښه ده، قوم د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك دے۔ده سپارښټنه وكړه چې اړوند ريګوليټرز دې د ګېس سلنډرز جوړولو ، معيار او استعمال په اړه په حفاظتي ضوابط سختۍ سره عملدرآمد باوري كړي۔صدرِ مملکت صوبائي حکومتونو او اسلام آباد انتظاميې ته سپارښتنه وكړه چې د ګېس سلنډرز محفوظ استعمال په اړه اولسي خبرتيا كمپائن پېل كړي۔صدرآصف علي زرداري ووئيل قيمتي انساني زيان تحفظ د رياست ذمه واري ده، دې ډول پېښو مخنيوي له كوټلي ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده۔











