پريټوريا، ساؤتھ افريقه 11 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د وزيراعظم محمد شهباز شريف قيادت ستائلو سره وئيلي چې د موجوده حكومت شپه ورځ محنت او په وخت پريكړو له امله پاكستان تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دے،د هندي جارحيت نه پس بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو د پاكستان د كټو په مړانه دفاع كړي، سمندر پوري پاكستانيانو ريكارډ …
د موجوده حكومت شپه ورځ محنت او په وخت پريكړو له امله پاكستان تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دے، سمندر پوري پاكستانيانو ريكارډ ترسيلات زر پاكستان سره د ميني او باور عملي ثبوت دې۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام
پريټوريا، ساؤتھ افريقه 11 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د وزيراعظم محمد شهباز شريف قيادت ستائلو سره وئيلي چې د موجوده حكومت شپه ورځ محنت او په وخت پريكړو له امله پاكستان تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دے،د هندي جارحيت نه پس بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو د پاكستان د كټو په مړانه دفاع كړي، سمندر پوري پاكستانيانو ريكارډ ترسيلات زر پاكستان سره د ميني او باور عملي ثبوت دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پريټوريا ، لوډيم ، ساؤتھ افريقه كښې د پاكستان ساؤتھ افريقه ايسوسي ايشن د سيوري لاندې دستوري ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔دستوره كښې د پاكستان هائي كمشنر ملك محمد فاروق، اوورسيز پاكستاني كميونټي، سياسي و سماجي شخصيات او ژوندج د بېلو څانګو څخه تعلق لرونكو ګڼ شمير كسانو ګډون وكړو۔دستوري ته وينا كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام حاضرينو له د نوي كال مباركي وركولو سره ووئيل تير كال 2025 پاكستان لپاره د كاميابيو كال ثابت شوے ۔ دفاع، معيشت، سفارت كاري، لوبو او نور څانګو كښې پاكستان لوئ كاميابۍ ترلاسه كړي۔وفاقي وزير د وزيراعظم محمد شهباز شريف قيادت ستئالو سره ووئيل د موجوده حكومت شپه ورځ محنت او په وخت پريكړو له امله پاكستان په تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔ده ووئيل سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په قيادت كښې پاك پوځ معركهٔ حق كښې تاريخي كاميابي ترلاسه كړي۔ده ووئيل معركهٔ حق كښې پاك پوځ د وسلي غرور كونكي دښمن له ماتې وركړې او د ټول قوم سر ئې فخر سره پورته كړې۔ده سمندر پوري پاكستانيانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هندي جارحيت نه پس بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو د پاكستان د كټو په مړاني مقابله كړي۔دستوره كښې ډپټي هائي كمشنر حسن رباني، پريس اتاشي سعد نواز، انټرنيشنل ايسوسي ايشن آف پاكستاني جرنلسټس صدر شاهد چوهان، ډاكټر شبير حسين پشمول بېل مكاتبِ فكر سره تعلق لرونكو كسانو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو۔د دستوري په آخر مفتي اعظم افريقه مفتي محمد اكبر هزاروي د پاكستان استحكام، پرمختګ او سرلوړۍ لپاره خصوصي دعا وكړه۔











