جده 11 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د وفاقي جمهوريه صوماليه خپلواكي ، وحدت او سيمه ايز سالميت لپاره د پاكستان د غير متزلزل حمايت پخلے او ’’صومالي لينډ‘‘ د اسرائيل د اړخه غير قانوني او په ناجائز ډول منلو او اسرائيلي خارجه وزير بلاجواز او اشتعال انګيز د صومالي لينډ دوري سخته غندنه كولو سره وئيلي چې د كوم خپلواكه رياست لازمي …
د كوم خپلواكه رياست لازمي برخي منل كوم سفارتي عمل نه بلكه سياسي جارحيت دے، د اسرائيل اقدام د صوماليه په نړيواله توګه منلې شوي پولو نيغ په نيغه بريد دے۔نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار
جده 11 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار د وفاقي جمهوريه صوماليه خپلواكي ، وحدت او سيمه ايز سالميت لپاره د پاكستان د غير متزلزل حمايت پخلے او ’’صومالي لينډ‘‘ د اسرائيل د اړخه غير قانوني او په ناجائز ډول منلو او اسرائيلي خارجه وزير بلاجواز او اشتعال انګيز د صومالي لينډ دوري سخته غندنه كولو سره وئيلي چې د كوم خپلواكه رياست لازمي برخي منل كوم سفارتي عمل نه بلكه سياسي جارحيت دے، د اسرائيل اقدام د صوماليه په نړيواله توګه منلې شوي پولو نيغ په نيغه بريد دے ،نړيواله ورورولي دې يو موټې كيدو سره د صوماليه خپلواكي او سيمه ايزي سلامتيا ته رسيدونكې زيانونو ټول اقدامات مسترد كړي،د ملګرو ملتونو نګرانۍ كښې د جمو او كشمير سشخړي منصفانه، اوږدې مودي او امناكه حل لپاره سمدستي او شريكو هڅو ته اړتيا ده۔د او آئي سي خارجه و زيرانو كونسل غير معمولي غونډي ته وينا كښې اسحاق ډار ووئيل تر ټولو اول زه د جمهوريه تركيه ، بحيثيت چيئرمېن او آئي سي كونسل آف فارن منسټرز، د سعودي عرب او ورور وفاقي جمهوريه صوماليه مننه كوم چې هغوي د اسرائيل غير قانوني اقدام يعني تش په نوم ’’صومالي لينډ‘‘ يو آزاد رياست منلو اقدام له امله په پيدا شوي خطرو غور له د او آئي سي كونسل آف فارن منسټرز دا غير معمولي غونډه په وخت راوبلله۔ د سعودي عرب په مشرۍ كښې خادمِ حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود، ولي عهد او وزيرِاعظم محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود او خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود د پوهي قيادت له مخې د او آئي سي او امت ته پېښو چيلنجونو حل له د هغوي د پرله پسې په حمايت هم مننه كوم،مونږ د سيكرټري جنرل او آئي سي حسين ابراهيم طهٰ او د هغه د ډلي هم مننه كوو چا چې د دې هنګامي غونډي تياري زيات محنت او پژهي سره كړي۔اسحاق ډار ووئيل زه د وفاقي جمهوريه صوماليه د خپلواكۍ ، وحدت او سيمه ايزي سلامتيا لپاره د پاكستان د غير متزلزل حمايت پخلے كوم، مونږ د وفاقي جمهوريه صوماليه خپلواكي ، وحدت او سيمه ايز سالميت لپاره د پاكستان د غير متزلزل حمايت پخلے او ’’صومالي لينډ‘‘ د اسرائيل د اړخه غير قانوني او په ناجائز ډول منلو او اسرائيلي خارجه وزير بلاجواز او اشتعال انګيز د صومالي لينډ دوري سخته غندنه كوو۔ده ووئيل پاكستان ملګرو ملتونو سلامتيا كونسل كښې په دې معاملے د بريفنګ په مهال هم د صوماليه د بشپړه حمايت څرګندونه كړي او اسرائيل اقدامات غندنه ئې كړي،مونږ دا پيش رفت د صوماليه په نړيواله توګه منلې شوي پولو نيغ په نيغه بريد ګڼو كوم چې د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔ده ووئيل د صومالي لينډ سيمه د صوماليه يوه لازمي برخه ، ناقابلِ تقسيم او ناقابلِ تنسيخ برخه ده،كوم هم بهرني فريق ته د دې بنيادي حقيقت بدلولو نه قانوني اختيار شته او نه اخلاقي جواز،صوماليه كومه هم برخه كښې كوم هم رياست يا بهرنۍ ادارے د اړخه څه ډول اقدام، بيان يا منل بايد كالعدم او بے اثر وګڼلې شي۔ده ووئيل كوم هم خپلواكه رياست لازمي برخي منل كوم سفارتي عمل نه بلكه يو سياسي جارحيت دے كوم چې يو خطرناك نظير جوړوي،چې ورسره د افريقې ، بحيرهٔ احمر سيمي او دې څخه وړاندې امن و سلامتيا ته خطر پيدا كيدے شي۔ده ووئيل پاكستان د او آئي سي غړو هېوادونو سره په ګډه د اسرائيل دا غير قانوني اقدام په ښكاره ډول مسترد كړی، د كوم څرګندونه چې جاري شوې شريك بيان كښې شوي۔دغه شريك بيان كښې د ’’رياستونو برخو ‘‘ منل د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو منشور بنيادي اصولو خلاف ورزي ګرځولې شوي، او آئي سي او نړيوالي ورورولۍ د اړخه دې د اسرائيل دغه غير قانوني پيش قدمي سختي سره مسترد كړې شي دغسې چې دغه ګستاخانه اقدام د نورو هېوادونو لپاره مثال جوړ نه شي۔ده ووئيل د افريقې سيمه كښې موجوده تشويشناك صورتحال دا مهال د نور فكر وړ دے كله چې صوماليه خپل سياسي او اداره جاتي اړخ كښې د ډاډ وړ او كوټلي پيش رفت څرګندونه كوي، وفاقي جمهوريه صوماليه قومي مفاهمت، آئيني اصلاحات او رياستي ادارو بحالۍ كښې په زړه پوري كاميابۍ ترلاسه كړي،مالياتي څانګه كښې مثبت رجحانات، په خاص توګه اقتصادي قوانين جوړولو هڅي او ايك فرد ايك ووټ اډانه كوټلي انتخابات پلو پيش رفت، صومالي جمهوريت او استحكام قوي كولو پلو مهم اقدامات دي،دغه كاميابۍ د صومالي اولس ملكيتي او قيادت كښې چليدونكي سياسي مفاهمت او مرستي مزل عكاسي كوي، د دغه مثبت پيشرفت تحفظ او استحكام ضروري دے نه چې د داسې اقدامات د لارې هغې ته زيان ورسي كوم چې هېواد تقسيم او ترلاسه شوي پيش رفت ته د زيان سبب جوړ شي۔ده ووئيل پاكستان د القاعده سره منسلك ترهه ګر تنظيم الشباب او د هغې د اتحاديانو مستقل خطرے په مقابله كښې د صومالي اولس او د هغوي د سكيورټي فورسز قربانۍ او استقامت منلې۔ د اسرائيل غير ذمه واره حركت سيمه كښې د ترهه ګرۍ په ضد سيمه ايزي او نړيوالي هڅي كمزوري كوي او داسې نازك حالات پيدا كوي كومي چې انتها خوښو ډلو لپاره سازګار ثابتيدے شي۔ده ووئيل پاكستان د او آئي سي د دې اپيل سره بشپړه اتفاق كوي چې ټول رياستونه او ادارے صومالي لينډ چارواكو سره څه نه څه ډول رسمي، نيم رسمي يا غير رسمي رابطو څخه ډډه وكړي او دا خبره باوري كړي چې په كومه هم كچه كيدونكي رابطه به د صوماليه د خپلواكۍ او وحدت بشپړه احترام كوي۔ده ووئيل پاكستان د فلسطينيانو په زبردستۍ د بے دخلۍ په اړه د كوم هم تجويز يا منصوبے او صوماليه وفاقي جمهوريه سيمه د صومالي لينډ كوم هم داسې غير قانوني اقدام سره د نړلو سختۍ سره غندنه كوي۔ نائب وزيراعظم و وزير خارجه د اسرائيل د اړخه صومالي لينډ په غير قانوني توګه منلو او اسرائيلي اهلكارو د صومالي لينډ بلاجواز او اشتعال انګيز دورے په سختو ټكو كښې غندنه كړي۔ده دغه اقدامات د سياسي جارحيت او صوماليه په نړيواله توګه منلې شوي پولو نيغ په نيغه بريد وګرځولو۔نائب وزيراعظم او وزير خارجه د فلسطينيانو په زبردستۍ بے دخله كولو په اړه كوم هم تجويز مسترد كړو او د 1967ء څخه وړاندې پولو په بنياد د يو آزاد او خپلواكه رياستِ فلسطين جوړولو له ئې د پاكستان د اصولي عزم پخلے وكړو،د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي۔د او آئي سي د اړخه د جموں و كشمير مسئلهٔ حل كولو اصولي مؤقف او پرله پسې حمايت ستائلو سره نائب وزيراعظم و وزير خارجه په تنظيم زور راوړو چې د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپلي هڅي تندي كړي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتيا كونسل قرارداد 2803 او ’’غزه تنازع خاتمے كوټلي منصوبے‘‘ وړومبي صفِ اول حامي په حيث پاكستان د هغي په مؤثره نفاذ كښې كردار ترسره كولو له د عزم پخلے كوي دغسې چې جنګ بندي پائيداره كړې شي، غزه كښې جنګ ختم شي فلسطينيانو له د وقار ژوند ترلاسه شي۔سلامتيا كونسل غير مستقل غړي په حيثيت سره پاكستان د او آئي سي او عرب شراكت دارو سره په ګډه د فلسطينيانو د خپلواكۍ حق ، انصاف او امن لپاره به نړيوال حمايت متحرك كوي۔ده ووئيل د او آئي سي د اړخه د جموں و كشمير مسئلهٔ حل كولو اصولي مؤقف او پرله پسې حمايت ستائلو سره نائب وزيراعظم و وزير خارجه په تنظيم زور راوړو چې د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپلي هڅي تندي كړي۔ده ووئيل پاكستان او آئي سي او نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې يو موټې كيدو سره د صوماليه خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا ته زيان رسيدونكي ټول اقدامات مسترد كړي۔دا غونډه د صوماليه سره زمونږ د يووالي ښكاره څرګندونه ده۔ده ووئيل پاكستان د صوماليه حكومت او اولس سره د بشپړه يووالي او حمايت روان ساتلو د عوزم پخلے كوي۔











