نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د او آئي سي سيكرټري جنرل حسين ابراهيم طهٰ سره ملاقات

جده 11 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غير معمولي غونډي په موقع د او آئي سي سيكرټري جنرل حسين ابراهيم طٰه سره ملاقات كړې۔د اتوار په ورځ خارجه وزارت جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د اسرائيل د اړخه د وفاقي جمهوريه صوماليه سيمه’’صوما لي لينډ‘‘ په منلو غندنه كولو سره …

جده 11 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غير معمولي غونډي په موقع د او آئي سي سيكرټري جنرل حسين ابراهيم طٰه سره ملاقات كړې۔د اتوار په ورځ خارجه وزارت جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د اسرائيل د اړخه د وفاقي جمهوريه صوماليه سيمه’’صوما لي لينډ‘‘ په منلو غندنه كولو سره د صوماليه خپلواكۍ، وحدت او سيمه ايزي سلامتيا لپاره د پاكستان د غير متزلزل حمايت پخلے وكړو۔د فلسطينيانو په څه ډول په زبردستۍ د كډي كولو تجاويز په ښكاره ډول مسترد كولو سره ده د فلسطين په مسئله د پاكستان د اصولي مؤقف پخلے وكړو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د او آئي سي په سيكرټري جنرل زور راوړو چې د كشميرانو د خپلواكۍ حقِ ترلاسه كولو له خپلي هڅي نوري هم تندي كړي۔د او آئي سي سيكرټري جنرل د مسلمانانو بنيادي مسئلو حمايت كښې د او آئي سي په پليټ فارم د پاكستان مستقل او تعميري كردار وستائلو۔

مزید خبریں