اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) دسېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د اسلام آباد سيكټر جي سيون كښې د واده دستورې په مهال د ګېس سلنډر چاؤدني په پېښه كښې په شوې قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د دې پېښې په نتيجه كښې نوي واده شوي جوړه ناوك او ناوي پشمول 6 كسان مړه شوې دي،چې ورسره په ټوله سيمه كښې د غم فضا ده۔د …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني اسلام آباد كښې د ګېس سلنډر چاؤدنه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه
اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) دسېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د اسلام آباد سيكټر جي سيون كښې د واده دستورې په مهال د ګېس سلنډر چاؤدني په پېښه كښې په شوې قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د دې پېښې په نتيجه كښې نوي واده شوي جوړه ناوك او ناوي پشمول 6 كسان مړه شوې دي،چې ورسره په ټوله سيمه كښې د غم فضا ده۔د سېنېټ سيكرټريټ ميډيا ډائريكټوريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن په شوې قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندوني سره پېښه كښې د غمجنو كورنيو سره غمرازي او او د هغوي د زغم لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل دا يوه لويه پېښه ده چې پكښې خوشحالي په غم كښې بدل شوي۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د ګېس سلنډر چاؤدني پېښي د تشويش وړ دي،چې له امله ئې بے ګناه وګړي د ځاني زيان سره مخ كيږي۔دا پېښې د دې خبري متقاضي دي چې اړوندي ادارے خپلي ذمه وارۍ په سنجيدګۍ سره ترسره كړي او حفاظتي اقدامات باوري كړي۔











