لاهور 10 جنوری (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ وئيل د پاکستان معیشت په محفوظ لاسو كښې دے،د نړۍ مالیاتی ادارے د پاکستانی معیشت اعتراف كوي، میکرو اکنامك اشاریئے ښه كيږي۔د خالي په ورځ جامعه اشرفیه كښې د مولانا فضل الرحیم په مړينه لاس نيوي نه پس د كورنيو چارو وزير محسن نقوی سره ميډيا سره خبرو كښې وفاقی وزیر ووئيل د مولانا فضل …
د پاکستان معیشت په محفوظ لاسو كښې دے،د نړۍ مالیاتی ادارے د پاکستانی معیشت اعتراف كوي۔عطاء الله تارړ
لاهور 10 جنوری (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ وئيل د پاکستان معیشت په محفوظ لاسو كښې دے،د نړۍ مالیاتی ادارے د پاکستانی معیشت اعتراف كوي، میکرو اکنامك اشاریئے ښه كيږي۔د خالي په ورځ جامعه اشرفیه كښې د مولانا فضل الرحیم په مړينه لاس نيوي نه پس د كورنيو چارو وزير محسن نقوی سره ميډيا سره خبرو كښې وفاقی وزیر ووئيل د مولانا فضل الرحیم لوړو درجو له لاس په دعا يو، مولانا فضل الرحیم سره روحانی نسبت لرلو،د هغه دینی خدمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ده ووئيل مونږ د هغه سره نزدې تعلق لرلو، مولانا فضل الرحیم عمر له د شفقت معامله فرمائيلي ، جامعه اشرفیه كښې د زدكونكو خيال لپاره هغه جدید نظام معارفي كړې۔ده ووئيل مولانا فضل الرحیم د دین لپاره خدمات په ټولو نړۍ كښې اعتراف کیږي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل میکرو اکنامك اشاریئے مسلسل ښه كيږي،بايد مونږ د لوے څښتن شکر ادا کړو چې پاكستان د ډيفالټ كيدو څخه بچ شوې او نن د نړۍ مالیاتی ادارے د پاکستان د معیشت اعتراف كوي۔ده ووئيل پاکستان يو ښه معیشت دے، سټاك مارکیټ ورځ په ورځ ریکارډ جوړوي،يواځې د دسمبر مياشت كښې بهرنو هېوادونو څخه پاکستانیانو 3.6 ارب ډالره ترسیلات هېواد ته رالېږلي دي كوم چې د تير كال په مقابلے كښې 17 فیصده او تيرو 6 مياشتو په مقابلے كښې 11 فیصده زيات دي۔ده ووئيل د زرمبادله پانګو كښې اضافه او ګرانۍ كښې كمې رامخې ته كيږي۔ الحمد الله د پاکستان معیشت په قوي لاسونو كښې دے، وزیراعظم محمد شهباز شریف هېواد ليډ كوي دغسې په دې لړ كښې فیلډ مارشل سید عاصم منیر هڅي د ستائني وړ دي۔ده ووئيل د ښه ټيم ورك له امله معیشت د استحکام پلو روان دے۔ تحریك تحفظ آئین پاکستان د ټانګے سواری ده،دې څخه زيات څه نه شو وئيلي۔











