اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د نېشنل پريس کلب اسلام آباد پخواني صدر او دي نيوز ورځپاڼي سينئر رپورټر شکيل انجم کوروداني په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د سېنېټ سيکرټريټ ميډيا ډائريکټوريټ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې د غمرازۍ په بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل شکيل انجم او د هغه كورنۍ لپاره دا ډير سخت …
سېنېټ چيئرمېن د سينئر خبريال شکيل انجم کوروداني په مړينه غمرازي ښكاره كړه
اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د نېشنل پريس کلب اسلام آباد پخواني صدر او دي نيوز ورځپاڼي سينئر رپورټر شکيل انجم کوروداني په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د سېنېټ سيکرټريټ ميډيا ډائريکټوريټ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې د غمرازۍ په بيان كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل شکيل انجم او د هغه كورنۍ لپاره دا ډير سخت او د آزمائش وخت دے۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د غمجني كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څرګندوني سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔











