اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار نن د خالي په ورځ په سعودی عرب كښې د اسلامی مرستي تنظیم (او آئی سی) خارجه وزيرانو کونسل په غېر معمولی غونډه كښې ګډون كوي۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا غېر معمولی غونډه د اسرائیل د اړخه د وفاقی جمهوریه صومالیې سيمي’’صومالی لېنډ‘‘ د منلو …
نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار نن د خالي په ورځ د او آئی سی خارجه وزيرانو کونسل غیر معمولی غونډه كښې ګډون كوي
اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار نن د خالي په ورځ په سعودی عرب كښې د اسلامی مرستي تنظیم (او آئی سی) خارجه وزيرانو کونسل په غېر معمولی غونډه كښې ګډون كوي۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا غېر معمولی غونډه د اسرائیل د اړخه د وفاقی جمهوریه صومالیې سيمي’’صومالی لېنډ‘‘ د منلو ممکنه اثراتو جاج اخستلو لپاره رابللې شوې۔ په دې موقع نائب وزیر اعظم او خارجه وزير به صومالی لېنډ سره په اړوندو چارو د پاکستان موقف وړاندې كوي دغسې د او آئی سی غړو هېوادونو خارجه وزيرانو سره به دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي چې پكښې به په سيمه ايزو او نړيوالو چارو شريكي مرستي ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه كولې شي











