په ايچ بي ايل پي ايس ايل كښې د دوه نوې فرنچائز شموليت ليګ ته يو نوے قوت ٬ جوش او په نړيواله كچه وقار وركړے : محسن نقوي

لاهور۔9جنوری(اے پی پی) د پی سی بی چیئرمېن محسن نقوی وئيلي دي چې پاكستان سپر ليګ يو وارې بيا تاريخ رقم كړے او دا يۍ ثابته كړې ده چې ليګ يوازې كركټ نه بلكې د ټول قام د جذباتو او د پاكستان د روښانه سباؤن علامت جوړ شوے دے۔ په اېچ بي اېل پي ايس ايل كښې د دوه نوې فرنچائز شموليت ليګ ته يو نوے قوت ٬ جوش او …

لاهور۔9جنوری(اے پی پی) د پی سی بی چیئرمېن محسن نقوی وئيلي دي چې پاكستان سپر ليګ يو وارې بيا تاريخ رقم كړے او دا يۍ ثابته كړې ده چې ليګ يوازې كركټ نه بلكې د ټول قام د جذباتو او د پاكستان د روښانه سباؤن علامت جوړ شوے دے۔ په اېچ بي اېل پي ايس ايل كښې د دوه نوې فرنچائز شموليت ليګ ته يو نوے قوت ٬ جوش او په نړيواله كچه نور وقار وركړے۔ په جاري شوي يو بيان كښې ده ووئيل د حېدرآباد او سیالکوټ راتللو سره پي اېس اېل اوس په 8 لوبډلو مشتمل يو مضبوط او بشپړ ليګ جوړ شوے دے۔ د فرنچائز نیلامۍ په عمل كښې 9 لويو سرمايه كارو ګډون وكړو۔ د نيلامۍ په اولني راؤنډ كښې د اېف کے اېس ګروپ د حېدر آباد لوبډله په 1 ارب 75 کروړ او په دويم راؤنډ كښې او زېډ ګروپ سيالكوټ لوبډله په 1 ارب 85 کروړ روپۍ اخستلو سره ريكارډ جوړ كړو۔ دې پېشرفت دا ثابته كړه چې پي اېس اې په نړيواله كچه يو مضبوط برانډ جوړ شوے دے او د سرمايه كارو باور ورځ په ورځ مخ په زياتېدو دے۔ ده ووئيل اېچ بی اېل پی اېس اېل اوس يو ليګ نه بلكې د پاكستاني قام د خوبونو ٬ جذبو اود كركټ د روښانه سباؤن اميد جوړ شوے دے۔

مزید خبریں