اسلام آباد 09 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف زياتي خسارے سره د مخ فيډرز شمسي توان ته د منتقل کولو، خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په پائلټ پراجيکټ د كار په سمدستي توګه پېل كولو سپارښتنه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د هېواد لري پرتو سيمو ته د پرله پسې بجلۍ …
د وزيراعظم زياتي خسارے سره د مخ فيډرز شمسي توان ته د منتقل کولو، خيبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په پائلټ پراجيکټ د كار په سمدستي توګه پيل كولو سپارښتنه
اسلام آباد 09 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف زياتي خسارے سره د مخ فيډرز شمسي توان ته د منتقل کولو، خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په پائلټ پراجيکټ د كار په سمدستي توګه پېل كولو سپارښتنه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د هېواد لري پرتو سيمو ته د پرله پسې بجلۍ رسولو لپاره سولرائزيشن او د بجلۍ څانګه كښې د روانو اصلاحاتو په اړه د جاج اخستلو غونډه وشوه چې پكښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، د بجلۍ وزير سردار اوېس احمد خان لغاري، د پټروليم وزيرعلي پرويز ملك ،د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني، د خېبر پښتونخوا او بلوچستان چيف سيکرټريز په شمول اعلیٰ سرکاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې زياتي خسارې سره د بجلۍ مخ فيډرز دې د کميونټي او صوبائي حکومتونو په مرسته شمسي توان ته منتقل کړې شي، دې اقدام سره به خسارے سره د مخ فيډرو زيان كم شي او دغه سيمو كښې به بجلۍ پرله پسې ترلاسه شي۔ وزيراعظم د پېسکو (PESCO) او کېسکو (QESCO) زيات زيان سره مخ فيډرو كښې په سمدستي توګه د پائلټ پراجېکټس اجرا کولو او پائلټ پراجېکټس کاميابولو لپاره د سيمي منتخب نمائندګانو سره د مشاورت او کميونټي شرکت باوري كولو هم سپارښتنه وكړه۔ غونډې ته د پېسکو او کېسکو خسارے سره د مخ فيډرز شمسي توان ته د منتقل کولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔داسې فيډرز شمسي توان ته منتقل كولو سره به ځايي آبادۍ لپاره يو ماحول دوست، کم مصرفه او پائيدار مائيکرو ګرډ جوړ شي۔ غونډي ته ووئيل شول چې دې منصوبې سره به نه يواځې د کم لګښت بجلي پيدا شي بلكه سباؤن كښې د بجلۍ تقسيم کار کمپنيو خساره به كمه شي۔ د منصوبې اصولي منظوري وركولو سره وزير اعظم سپارښتنه وكړه چې خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په پائلټ پراجېکټ دې په سمدستي توګه كار پېل كړے شي۔











