اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) په پاكستان كښې د ډیجیټل فنانس او ورچوئل اثاثو په څانګه كښې يو مهم پړاؤ ترسره كولو له په وزيراعظم آفس كښې د پاکستان ورچوئل اېسټس رېګولېټری اتھارټی او د متحده عرب امارات د اعلی كچې پلاوي ترمينځه يوه خصوصي غونډه وشوه۔ په غونډه كښې په رئیل اسټېټ، سرکاری اثاثوں او د قرض جاتی مالیاتی آلات ټوکنائزېشن په امكاناتو او تګلاره تفصيلي مشاورت وكړے شو۔ د …
په پاكستان كښې د ډيجيټل فنانس په څانګه كښې مهم پيشرفت ، د ټوکنائزیشن ودې لپاره د پاكستان ورچوئل ايسټس ريګوليټری اتھارټی او د يو اے اي پلاوي د اعلی كچې غونډه
اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) په پاكستان كښې د ډیجیټل فنانس او ورچوئل اثاثو په څانګه كښې يو مهم پړاؤ ترسره كولو له په وزيراعظم آفس كښې د پاکستان ورچوئل اېسټس رېګولېټری اتھارټی او د متحده عرب امارات د اعلی كچې پلاوي ترمينځه يوه خصوصي غونډه وشوه۔ په غونډه كښې په رئیل اسټېټ، سرکاری اثاثوں او د قرض جاتی مالیاتی آلات ټوکنائزېشن په امكاناتو او تګلاره تفصيلي مشاورت وكړے شو۔ د غونډې مشري د پاكستان ورچوئل اېسټس رېګولېټری اتھارټی چيئرمېن بلال بن ثاقب وكړه۔ په غونډه كښې د متحده عرب امارات سفير سالم اېم الزعابی په خاص توګه ګډون وكړو۔ په دې موقعه بلال بن ثاقب ووئيل چې په پاكستان كښې ټوکنائزېشن ته د يو قومي معاشي محرك په توګه كتلې شي د كوم د لارې چې غېر فعاله اثاثې د سرمايه كارۍ په وسائلو كښې بدلېدې شي ۔ په غونډه كښې په دې اتفاق وشو چې د ډيجيټل فنانس په څانګه كښې اصلاحات او عصري ټېكنالوجي كارولو سره د نړيوالو سرمايه كارو او د ادارو په پاكستان كښی خوښي زياته شوې ده او دا د هېواد روښانه ډيجيټل او معاشي سباؤن لپاره زېرې دې۔











