وزيراعظم شهباز شريف سره د يو اے اي “سجواني ګروپ” پلاوي ملاقات، د پاکستان ډيجيټل معيشت كښې د اماراتي سرمايه کارو د زياتي شوې خوښۍ لرلو هركلے

اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان ډيجيټل معيشت كښې د متحده عرب امارات د سرمايه کارو زياتې شوې خوښۍ هركلي كولو سره وئيلي چې پاکستان او متحده عرب امارات خپلو كښې د ورورولۍ پخوانۍ اړيكي لري او دغه اړيكې په شريكه مرسته او باور اډانه دي او په سم پلو مخ په وړاندې رواني دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې …

اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان ډيجيټل معيشت كښې د متحده عرب امارات د سرمايه کارو زياتې شوې خوښۍ هركلي كولو سره وئيلي چې پاکستان او متحده عرب امارات خپلو كښې د ورورولۍ پخوانۍ اړيكي لري او دغه اړيكې په شريكه مرسته او باور اډانه دي او په سم پلو مخ په وړاندې رواني دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د متحده عرب امارات نوموړي بزنس ګروپ “سجواني ګروپ” پلاوي د جمعې په ورځ ملاقات وکړو۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان او متحده عرب امارات خپلو كښې د ورورولۍ پخوانۍ اړيكي لري او دغه اړيكي په شريكه مرسته او باور اډانه دي او په سم پلو مخ په وړاندې رواني دي۔ده ووئيل د شېخ ابن زايد النهيان د پاكستان اوسنۍ دورې سره د دواړو هېوادونو شراكت دارۍ ته وده ترلاسه شوې۔ وزيراعظم په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې اوسنۍ د اعلی كچې رابطو او تبادلو سره به د پاکستان او متحده عرب امارات نجي څانګو او سرمايه کارو شريك باور نور هم زيات شي او د شريكې مرستې ودې لپاره به يو قوي بنياد ترلاسه شي۔ده ووئيل حکومت د انفارمېشن ټېکنالوجي، ډيجيټل جدت، بلاك چين او نورو ټيکنالوجيز په څانګو كښې بزنس ټو بزنس (بي ټوبي) مرستي ته خاص اهميت وركوي۔وزيراعظم د پاکستان ډيجيټل معيشت كښې د امارات سرمايه کارو زياتي شوي خوښۍ هركلي كولو سره وئيلي د متحده عرب امارات سرمايه کاري، جدت او نړيوالې رابطې او د پاکستان افرادي صلاحيت او قوت معاشي پرمختګ لپاره ګټه وره شراکت داري ده۔ د سجواني ګروپ پلاوي په پاکستان كښې د سرمايه کارۍ او معاشي شراکت دارۍ په موقعو كښې د نوري مرستي د عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم شهباز شريف د دې باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو د سياسي قيادت قوي حمايت سره به د نجي څانګي اشتراك زيات شي او پاکستان متحده عرب امارات اقتصادي مرسته به هم زياته شي۔د سجواني ګروپ پلاوي په پاکستان كښې په تود هركلي كولو او كوربتوب كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔دې نه پس وزيراعظم د پلاوي په اعزاز كښې ميلمستيا وكړه۔

مزید خبریں