مؤثر او بهترين رمضان پيكج لپاره دې سفارشات چمتو كړې شي٬ د مرستې رقوم دې د ډیجیټل والټس د لارې ادا كول باوري كړې شي: د وزيراعظم شهباز شريف د جاج اغستو غونډه كښې هدايات

اسلام آباد۔9 جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بې وزله او سفېد پوش طبقې مالي مرسته او سماجي تحفظ د حكومت لومړۍ ترجيح ګرځولو سره وئيلي دي چې مؤثر او بهترين رمضان پيكج لپاره دې سفارشات چمتو كړې شي٬ د مرستې رقوم د ډیجیټل والټس د لارې ادا كول دې باوري كړې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې …

اسلام آباد۔9 جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بې وزله او سفېد پوش طبقې مالي مرسته او سماجي تحفظ د حكومت لومړۍ ترجيح ګرځولو سره وئيلي دي چې مؤثر او بهترين رمضان پيكج لپاره دې سفارشات چمتو كړې شي٬ د مرستې رقوم د ډیجیټل والټس د لارې ادا كول دې باوري كړې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي حكومت په مجوزه رمضان او د تېر كال رمضان پېكج په تھرډ پارټي وېليډيشن د جاج اغستو غونډه وشوه۔ وزیراعظم د تېر كال رمضان پېكج په شفافيت د مستند آډټ ادارې لخوا په رپورټ د ټولو اړوندو ادارو او وزارتونو ستائنه كولو سره ووئيل چې تېر كال څخه وفاقي حكومت بې وزله اولس ته د رمضان پېكج له امله په ارزان نرخ د خوراك څښاك څيزونو وركولو له سپېځلې نظام ترتيب كړے دے۔ وزیراعظم هدایت وكړو چې ټولې اړوندې ادارې دې راروان رمضان المبارك لپاره د تېر كال په مقابله كښې هم زيات مؤثر او ګټور پېكج او سفارشات مرتب كړي۔ ده ووئيل په يوټېلټي سټورز كښې د بدعنوانۍ له امله مستحق وګړي له خپل حق څخه محروم وو۔ ده ووئيل د بې وزلو او سفېد پوش اولس مالي مرسته او سماجي سوكالي د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامله ده۔ ده هدايت وكړو چې بې وزله اولس ته دې د رمضان پېكج د مرستې رقوم د ډیجیټل والټس د لارې ادا كړې شي دغسې چې د اولس عزت او تكريم مجروح نه شي۔ ده هدايت وكړو چې ټولې اړوندې ادارې او وزارتونه دې دا خبره باوري كړي چې د مرستې رقوم كښې د بې وزله اولس دائره كار او شموليت دے تر ممكن حد پراخا كړې شي او په رمضان پېكج كښې دې د تېر كال په مقابله كښې زيات ښه سفارشات وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل مؤثره نګرانۍ لپاره دې ډیجیټل ډېش بورډ او منظم مانيټرنګ نظام وضعه كړے شي۔ وزیراعظم ته د غونډې په مهال بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې تېر كال د رمضان پېكج تھرډ پارټی ویلیډېشن كښې نړيوال نوموړي او مستند آډټ فرم حكومتي پېكج مؤثر او سپېځلې وګرځولو ، په بېنظیر انکم سپورټ پروګرام كښې سوشل پروټېكشن والټ نظام رائج كولے شي۔ د مارچ 2026 څخه به د مرستې ټول رقوم د سم دلارې ډیجیټلی وېشلې شي۔ غونډه كښې ووئيلې شوو چې تېر كال رمضان پېكج كښې هېڅ ډول مالي بې ضابطګي او بدعنواني و نه ليدلې شوه۔ وزیراعظم په یوټېلټی سټورز كښې لسيزو څخه راروانه مالي بدعنواني او بدنظمي ختمول د وفاقي حكومت انقلابي ګام وګرځولو۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ ٬ د تخفيف غربت وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ ٬ د وزيراعظم خصوصي مرستيال هارون اخترخان ، د نادرا چيئرمېن او د پاكستان ټېلي كميونيكېشن اتھارټي چيئرمېن په شمول د نورو اړوندو سركاري ادارو عهدېدارانو ګډون وكړو۔(اے پي پي وا ١٤٥١)

مزید خبریں