د پاك هوائي پوځ مشر د سعودي عربستان اعلی عسكري چارواكو سره ملاقات ٬ د دواړو اړخونو د آپريشنل اشتراك ٬ د پيشه ورو مهارتونو تبادلې د لارې د دوه اړخيزه رابطو په مستحكمولو زور

اسلام آباد۔8 جنوری(اے پی پی) د پاك هوائي پوځ مشر ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د سعوي عربستان سركاري دورې په مهال د رائل سعودی ایئر فورس کمانډر لېفټېننټ جنرل ترکی بن بندر بن عبدالعزیز او چیف آف جنرل اسټاف، جنرل فیاض بن حمید الروېلی سره ملاقات وكړو۔ د پاك هوائي پوځ مشر ته د رائل سعودی ایئر فورس چمتو ډلې لخوا ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ …

اسلام آباد۔8 جنوری(اے پی پی) د پاك هوائي پوځ مشر ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو د سعوي عربستان سركاري دورې په مهال د رائل سعودی ایئر فورس کمانډر لېفټېننټ جنرل ترکی بن بندر بن عبدالعزیز او چیف آف جنرل اسټاف، جنرل فیاض بن حمید الروېلی سره ملاقات وكړو۔ د پاك هوائي پوځ مشر ته د رائل سعودی ایئر فورس چمتو ډلې لخوا ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ د پاك هوائي پوځ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د ملاقاتونو په مهال په دوه اړخيزه همكارۍ ٬ د سيمې ايزې سلامتيا په موجوده صورتحال او سباؤن كښې د دفاعي اشتراك په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاك هوائي پوځ مشر په دې خبره زور راوړو چې د مئی 2025 جنګ په مهال د خلا، الېکټرانک وارفیئر، سائبر، مخصوص ټېکنالوجیز او د مصنوعي ذهانت د ډومېنز كارول پرېكنده ثابت شو۔ سعودي دفاعي مشرتابه د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ په مضبوط ترون د اطمينان څرګندونه وكړه۔ سعودي عسكري مشرتابه د پاك هوائي پوځ د پېشه ورانه مهارت ٬ آپرېشنل بريا او حربي چمتووالي ستائنه كولو سره په هوابازۍ او اېرو سپېس صنعت كښې ددې د زيات شوو ځايي صلاحيتونو اعتراف وكړو۔ دوئي په منطقه كښې امن ٬ استحكام او سلامتيا ته وده وركولو له د پاكستان د تعميري كردار او هڅو ستائنه كولوس ره د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په پراخا كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔

مزید خبریں