اسلام آباد۔8جنوری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي پاكستان په عصري مالي آلات او ټېكنالوجۍ كښې د روان پېشرفت جاج اخلي٬ په مالي څانګه كښې جدت ٬ مالي استحكام او ضابطه جاتي نګرانۍ ترمينځه د توازن په ځاے كولو هڅې كوو۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ دلته د ګلوبل پے منټ نېټ ورک "وېزا" پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د …
په مالي څانګه كښې د جدت ٬ مالي استحكام او ضابطه جاتي نګرانۍ ترمينځه د توازن په ځاے كولو هڅې كوو٬ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د “ویزا” پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
اسلام آباد۔8جنوری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي پاكستان په عصري مالي آلات او ټېكنالوجۍ كښې د روان پېشرفت جاج اخلي٬ په مالي څانګه كښې جدت ٬ مالي استحكام او ضابطه جاتي نګرانۍ ترمينځه د توازن په ځاے كولو هڅې كوو۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ دلته د ګلوبل پے منټ نېټ ورک “وېزا” پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د پلاوي مشري د منځني اروپا ٬ د ختيزې آسيا او افريقې لپاره د وېزې سيمه ايز صدر طارق محمود كوله۔ د خزانې وزير پلاوي ته هركلے اووې او د پاكستان مالياتي څانګې سره د وېزا د پرله پسې شموليت او همكاري يې ستائنه وكړه ۔ وفاقي وزير اورنګزیب پلاوي سره خپلو خبرو كښې ووئيل د حکومت په اصلاحاتي ايجنډا كښې د ټېکس او توان په څانګه كښې اصلاحات، د سرکاری ملکیتی ادارو تنظیم نو او بهتري ٬ د اولسي پورونو انتظام او نجكاري شامله ده۔ دواړو اړخونو په پاكستان كښې د ډيجيټل بدلون عمل په تندولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وزير په دې خبره زور راوړو چې ډیجیټلائزېشن ته خاص پاملرنه كولې شي او وزيراعظم پخپله په دې كښې خوښي لري۔ د وېزا پلاوي په پاكستان كښې بنكونو ٬ فن ټېك ادارو او نورو اړوندو همكارانو سره د خپلو رابطو په اړه وفاقي وزير خبر كړو او وې وئيل د معاشي استحكام له امله باور زيات شوے دے او په ډيجيټل ادائيګو ٬ مالي شموليت او جدت ته وده وركولو كښې خوښي زياتږي۔ د وېزا دوره كونكي پلاوي كښې سینئر وائس پریذیډنټ لیلا سرهان، د حكومتي چارو سینئر نائب صدر جوآن کوبا ، د وېزا پاکستان کنټری منېجر عمر خان او د وېزا ګورنمنټ سېلز نعمان مجيد شامل و۔











