په کراچۍ پورټ د فيري ټرمينل پرانسته، دې سره به ساحلي سياحت ته وده ترلاسه شي: جنيد انوار چوهدري

اسلام آباد 08 جنوري(اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري کراچۍ پورټ ټرسټ (کے پي ټي) كښې د فيري ټرمينل پرانسته وكړه۔ په دې موقع ده دا اقدام د سيمي او ساحلي سياحت ودي او پاکستان بليو اکانومي قوي كولو پلو يوه مهمه كاميابي وګرځوله۔ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پرانستي دستوري ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل فېري سروس پېل …

اسلام آباد 08 جنوري(اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري کراچۍ پورټ ټرسټ (کے پي ټي) كښې د فيري ټرمينل پرانسته وكړه۔ په دې موقع ده دا اقدام د سيمي او ساحلي سياحت ودي او پاکستان بليو اکانومي قوي كولو پلو يوه مهمه كاميابي وګرځوله۔ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پرانستي دستوري ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل فېري سروس پېل كولو سره پاکستان كښې د عصري ، محفوظ او كوټلې بحري مسافر ټرانسپورټ معارفي کولو پخواني وژن ته عملي شکل وركړے شو۔ ده ووئيل فېري سروس د روانې مياشتي په مهال د پېل كولو هيله لرو او دا منصوبه د وزيراعظم د بليو اکانومي وژن سره بشپړه همغږي لري چې مقصد ئې سمندري وسائلو سره تړلې معاشي هلو ځلو ته وده وركول دي۔ جنيد انوار چوهدري ووئيل فېري سروس يواځې يو سهولت نه دے بلکه د معاشي موقعو، سياحت ودي او سيمه ايزو رابطو نوي ذريعه ده۔ ده ووئيل د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل فېري سروس لائسنس جاري کړے شوے كوم چې بحري څانګې لپاره يوه تاريخي کاميابي ده۔ وفاقي وزير ووئيل فېري ټرمينل پرانستې سره به د کاروباري ورورولۍ باور زيات شي او دا نجي څانګې لپاره د ښه چاپېرچل رامخې ته كولو حكومتي عزم عملي ثبوت دے۔ دستوره كښې د بحري چارو وزارت اعلی چارواكو ، کے پي ټي انتظاميې او د شپنګ او کاروباري ورورولۍ نمائندګانو پشمول نورو اړوندو ډلو ګډون وكړو۔ګډون كونكو د فيري ټرمينل جوړول د بحري څانګي بحالي او د ساحلي و سمندري وسائلو ښه استعمال پلو يو مهم پيش رفت وګرځولو۔

مزید خبریں