نائب وزيراعظم اسحاق ډار د رواني اوونۍ په مهال د سعودي خارجه وزير سره دوه ځله ټيلي فوني تماس نيولے: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د رواني اوونۍ په مهال د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره دوه ځله ټيلېفوني تماس نيولې او د يمن په اړه د سعودي خارجه وزارت بيان خوشبين ګرځولو سره يۍ د سيمي صورتحال په ښه ډول حل کولو له ئې د ټولو ډلو هڅي ستائلي دي۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن …

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د رواني اوونۍ په مهال د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره دوه ځله ټيلېفوني تماس نيولې او د يمن په اړه د سعودي خارجه وزارت بيان خوشبين ګرځولو سره يۍ د سيمي صورتحال په ښه ډول حل کولو له ئې د ټولو ډلو هڅي ستائلي دي۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ كښې وئيلي چې نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړې چې سيمه كښې ټولي اړوندي ډلي دې كوم هم اشتعال انګيز اقدام څخه ډډه وكړي او سيمه ايز امن او استحکام لپاره دې مسئلې د خبرو اترو او سفارت کارۍ د لارې حل کړې شي۔ وياند ووئيل نائب وزيراعظم اسحاق ډار د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او خارجه وزير شيخ ابن زايد النهيان سره هم خبري كړي۔ نائب وزيراعظم په موجوده سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې او سيمه كښې مثبت پيش رفت او په ښه رجحان ئې د اطمينان څرګندونه كړې۔ ده دا خبره وستائله چې د خبرو اترو او سفارت کارۍ كوټلي نتيجې ترلاسه كيږي۔د خارجه دفتر وياند ووئيل د تركيه خارجه وزير حقان فيدان سره خبرو اترو كښې نائب وزيراعظم په بدل شوې سيمه ايز صورتحال خبرې اترې كړې او د تجارت، ټېکنالوجۍ، سياحت او انفارمېشن ټېكنالوجۍ پشمول يۍ د شريكې خوښي په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته د ودې وركولو په تګلارو غور كړې۔

مزید خبریں