د پي آئي اے لاهور څخه لندن لپاره د فضائي آپريشن پېل كولو اعلان

اسلام آباد 08 جنوري(اے پي پي) پاکستان انټرنيشنل ايئرلائنز (پي آئي اے) 6 كاله پس لاهور څخه لندن لپاره د نېغ په نېغه فضائي آپرېشن پېل كولو اعلان كړې۔ د پي آئي اے وياند له مخې وړومبې پرواز پي کے 757 به په 30 مارچ لاهور څخه لندن ته ځي۔ وياند ووئيل لاهور څخه لندن ته تلونكي ټول پروازونه به د برتانيې هيتھرو ايئرپورټ په ټرمينل 4 لېنډنګ كوي۔ لندن …

اسلام آباد 08 جنوري(اے پي پي) پاکستان انټرنيشنل ايئرلائنز (پي آئي اے) 6 كاله پس لاهور څخه لندن لپاره د نېغ په نېغه فضائي آپرېشن پېل كولو اعلان كړې۔ د پي آئي اے وياند له مخې وړومبې پرواز پي کے 757 به په 30 مارچ لاهور څخه لندن ته ځي۔ وياند ووئيل لاهور څخه لندن ته تلونكي ټول پروازونه به د برتانيې هيتھرو ايئرپورټ په ټرمينل 4 لېنډنګ كوي۔ لندن د پي آئي اے نيټ ورك په ابتدائي نړيوال روټس كښې شامل دے او د دې روټ بحالي يو مهم پيشرفت ګرځولے شوے۔ لاهور څخه لندن لپاره پروازونه پېل كولو نه پس د برتانيې لپاره د پي آئي اے د اوونيز پروازونو مجموعي شميره به 7 ته ورسي۔ بندېز څخه وړاندې به پي آئي اے پاکستان څخه لندن لپاره اوونيز لس پروازونه آپريټ کول۔ د وياند له مخې لندن لپاره د پروازونو شميره به وخت سره سره زياتولې شي۔ د پي آئي اے وياند ووئيل قومي ايئرلائن وړاندې نه اسلام آباد څخه لندن لپاره اوونيز درې پروازونو اعلان كړي،كوم چې به 29 مارچ څخه پېل كولې شي۔د پي آئي اے انتظاميې له مخې د دې پروازونو بحالۍ سره به برتانيه كښې مېشته پاكستانيانو ته د سفر آسانۍ ترلاسه شي او قومي ايئرلائن نړيوال آپرېشن به نور هم ښه شي۔

مزید خبریں