اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك ځوانانو كښې په علم اډانه معيشت جوړولو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي د وزيرِاعظم يوتھ ليپ ټاپ اسکيم مقصد زدكوونكو له جديد تعليمي وسائل وركول دي، تعليم او ټيکنالوجي د هېواد د پرمختګ بنياد دے ، جديد ټيکنالوجي خپلولو نه غير پرمختګ ممكن نه دے،ځوانان خپلواكه كول د وخت مهمه …
د وزيرِاعظم يوتھ ليپ ټاپ اسکيم مقصد زدكوونكو له جديد تعليمي وسائل وركول دي۔وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك
اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك ځوانانو كښې په علم اډانه معيشت جوړولو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي د وزيرِاعظم يوتھ ليپ ټاپ اسکيم مقصد زدكوونكو له جديد تعليمي وسائل وركول دي، تعليم او ټيکنالوجي د هېواد د پرمختګ بنياد دے ، جديد ټيکنالوجي خپلولو نه غير پرمختګ ممكن نه دے،ځوانان خپلواكه كول د وخت مهمه تقاضه ده۔د زيارت په ورځ کامسيټس يونيورسټي كښې د وزيرِاعظم يوتھ ليپ ټاپ سکيم دستوري ته وينا كښې وفاقي وزير ځوانانو ته ووئيل تاسو له چې كوم ليپ ټاپس دركړے كيږي د دې كوم بل مقصد نشته،يواځې د انسانيت خدمت دے، نه د کتابونو لوستلو مقصد جلا دې نه د ليپ ټاپ ، اصل مقصد دا دے چې تاسو په يو داسې سباؤن كښې شامل شې كوم چې تاسو ليدلے هم نه وي او د كوم چې تاسو تصور هم په بشپړه ډول نه شي كولې۔ ده ووئيل تاسو جې د ګريجويشن نه پس بهر راوځئ، کار كوې نو تاسو ته به معلومه شي چې تاسو څه زدكړي او په كوم اړخ تلل دي۔ده ووئيل زدكوونكو له ډيجيټل پوهه وركولو قامي پام لرنه ده ۔ځوانان د تحقيق پلو راوستلو ته اړتيا ده، د ليپ ټاپ سکيم مقصد تحقيق، جدت او د زدكړو موقعې زياتول دي۔ د ليپ ټاپ سکيم مقصد ځوانانو له پوهه او موقعي وركول دي۔











