اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ديامر بھاشا بند ځپليو ګيلو لرې كولو لپاره د اړوندي كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د ځپليو سره شوې لوظنامه په ترجيحي بنيادونو د نافذولو پريكړه وشوه ۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د ګلګت بلتستان پرمختګ او د هغې د اولس ښېګړې ته …
د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ديامر بھاشا بند ځپلو ګيلو لرې كولو لپاره د كمېټۍ غونډه،ځپليو سره شوې لوظنامه د نافذولو پريكړه
اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ديامر بھاشا بند ځپليو ګيلو لرې كولو لپاره د اړوندي كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د ځپليو سره شوې لوظنامه په ترجيحي بنيادونو د نافذولو پريكړه وشوه ۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د ګلګت بلتستان پرمختګ او د هغې د اولس ښېګړې ته وزيراعظم محمد شهباز شريف خاص پام لرنه كوي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان پرمختګ ،سوكالي او د ځپليو مسئلو حل لپاره په ټول ممكنه اقدامات کولې شي۔په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ، د اوبو وسائلو وفاقي وزير مياں محمد معين وټو (ويډيو لنك د لارې)، د ګلګت بلتستان نګران وزير اعليٰ جسټس (ر) يار محمد (ويډيو لنك د لارې)، د واپډا چيئرمېن ليفټيننټ جنرل (ر) محمد سعيد، د كشمير چارو سيکرټري ، ګلګت بلتستان او سيفران ظفر حسن، چيف سيکرټري ګلګت بلتستان ابرار احمد مرزا، ايډيشنل سيکرټري کامران رحمان خان او جوائنټ سيکرټري جي بي کونسل سدھير خټك هم ګډون كولو۔











