وزيراعظم شهباز شريف ګورنر هاؤس ته لاړو، هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو

کوئټه 08 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ته ګورنر هاؤس ته په رسېدو ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو،د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل د وزيراعظم هركلے وكړو۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې ګورنر هاؤس كښې وزيراعظم سره د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل ملاقات وکړو ۔ملاقات كښې د بلوچستان په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د …

کوئټه 08 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ته ګورنر هاؤس ته په رسېدو ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو،د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل د وزيراعظم هركلے وكړو۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې ګورنر هاؤس كښې وزيراعظم سره د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل ملاقات وکړو ۔ملاقات كښې د بلوچستان په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د بلوچستان ګورنر وزيراعظم په بلوچستان كښې د روانو پرمختيائي منصوبو او په هغې كښې د پيشرفت څخه خبر كړو۔ملاقات كښې د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز احمد بګټي، وفاقي وزيران پروفيسر احسن اقبال، عليم خان، رانا ثناء الله او د بلوچستان سياسي لارښود هم موجود وو۔

مزید خبریں