د غيرت په نامه قتل ناسور دے ٬ د ويمنز كاكس په قرارداد به په سختۍ سره عمل كوو٬ اختيار ولي خان

اسلام آباد ز7 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د خېبر پښتونخوا د اطلاعات صلاحكار او د مسلم ليګ ن لارښود اختيار ولي خان وئېلي دي وفاقي حكومت تش په نامه د ٬٬ غېرت ٬په نوم د انساني ځانونو د زيان مخ نيوي لپاره عزم لري ٬ د ويمنز كاكس د 6 اګست قرارداد په دې لړ كښې يو پرېكنده ګام دے ۔ ٬٬ اے پي پي٬٬ سره خبرو كښې …

اسلام آباد ز7 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د خېبر پښتونخوا د اطلاعات صلاحكار او د مسلم ليګ ن لارښود اختيار ولي خان وئېلي دي وفاقي حكومت تش په نامه د ٬٬ غېرت ٬په نوم د انساني ځانونو د زيان مخ نيوي لپاره عزم لري ٬ د ويمنز كاكس د 6 اګست قرارداد په دې لړ كښې يو پرېكنده ګام دے ۔ ٬٬ اے پي پي٬٬ سره خبرو كښې ده ووئېل په خېبر پښتونخوا كښې د ميرمنو په ضد د تشدد په زياتېدونكو پیښو وزيراعظم شهباز شريف سخت تشويش لري او په دې اړه د زيرو ټالرنس پاليسي خپلولې شي ۔ اختيار ولي خان ووئېل د قرارداد تر مخه يو قومي ډيټا بېس جوړولې شي چې ورسره به د خېبر پښتونخوا په لرو پرتو سيمو د كېدونكو جرائمو څارنه آسانه شي ۔ ده ووئېل د غېرت په نامه قتل اوس كورنۍ معامله ګرځولو سره پټېدې نشي او رياست به پخپله په داسې مقدمو كښې فريق جوړېږي۔ د وزيراعظم صلاحكار د خېبر پشتونخوا په صورتحال رڼا اچولو سره ووئېل په صوبه كښې د خطر سره مخ مېرمنو لپاره محفوظ شېلټرز او د هيلپ لائنز نېټ وركس ښه كړے كېږي ۔ ده ووئېل د مسلم ليګ پاليسي ده چې مظلومو له د قانوني مرستې سره سره مكمل تحفظ هم وركړے شي٬ د ده وېنا وه مونږ يو داسې بېن الصوبائي ټاسك فورس جوړوو كوم چې د مجرمانو د يوې صوبې نه بلې ته د تیښتېدو مخه اونيسي۔ اختيار ولي خان ووئېل د خېبر پښتونخوا په پسمانده سيمو كښې د خبرتيا پېدا كولو لپاره علما كرام او ځايي مشران به د ځان سره روانوو ۔ ده په ښكاره ټكو ووئېل د مېرمنو ځورونه يا وژل زمونږ د پښتون روايات برخه نه ده بلكې دا يو جرم دے٬ د مسلم ليګ حكومت به د داسې عناصر خلاف سخته كاروائي كوي او كوم فشار يا سفارش به په خاطر كښې نه راولي۔

مزید خبریں