اين ډي ايم اے د سږ كال پشكال بارانونو څخه وړاندې په ګرد هيواد كښې د ودانيو خوندي كولو او د آفتونو خطر كمولو له اقدامات پيل كړل

اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم په خاص سپارښتنه اين ډي ايم اے د سږ كال پشكال بارانونو څخه وړاندې په ګرد هيواد كښې د ودانيو خوندي كولو او د آفتونو خطر كمولو له اقدامات پيل كړي دي۔ په دې لړ كښې به اېن ډي اېم اے هېډكوارټر كښې د "نېشنل انفراسټرکچر آډټ پروګرام 2026" په رسمي توګه پېل كولو له يو خصوصي سيمينار وكړے شو۔ د هاؤسنګ وفاقي …

اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم په خاص سپارښتنه اين ډي ايم اے د سږ كال پشكال بارانونو څخه وړاندې په ګرد هيواد كښې د ودانيو خوندي كولو او د آفتونو خطر كمولو له اقدامات پيل كړي دي۔ په دې لړ كښې به اېن ډي اېم اے هېډكوارټر كښې د “نېشنل انفراسټرکچر آډټ پروګرام 2026” په رسمي توګه پېل كولو له يو خصوصي سيمينار وكړے شو۔ د هاؤسنګ وفاقي وزير مياں رياض حسېن پيرزاده سيمينار ته خطاب كښې ووئيل به قدرتي آفتونو كښې د زيان بنيادي سبب غېر معياري او له منصوبې پرته ودانۍ كول دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې آفات څخه وروستو دې د مرستې كارروائيو په ځاې پېشګي تحفظ او په وخت تشخيص ته پاملرنه وكړې شي۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملک په دې موقع ووئيل د دې پروګرام مقصد د وفاقي او صوبائي ادارو ترمينځه فعاله هم آهنګۍ او پرله پسې تګلارې ته وده وركول دي۔ ده به ډاګه كړه چې په انفراسټرکچر آډټ كښې به عصري تكنيكي اصول او ډيجيټل رپورټنګ سسټم كارولے شي دغسې چې سپېځلتيا او معيار باوري كړې شي۔ دا آډټ پروګرام د وزيراعظم آفس لخوا منظور شوے دے كوم به چې په وفاقي او صوبائي كچه يو برابر عملي كولې شي۔ ټولو ادارو د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره د دې پروګرام په ګډه د نافذ كولو عزم ښكاره كړے دے۔

مزید خبریں