اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د دفاع لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډه د کمېټۍ چيئرمېن سېنېټر محمد طلحه محمود په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د سېنېټ د اړخه په لېږلې شوي د اولسي اهميت يوې نكتي ترمخه د کوئټه لپاره د پروازونو په کرايه كښې د غير معمولي زياتوالي په معامله غور وشو او پاکستان انټرنيشنل ايئرلائنز (پي آئي اے) د اړخه …
دفاع لپاره د سينيټ قائمه کميټۍ غونډه،کوئټه لپاره د پروازونو کرايه كښې د غير معمولي زياتوالي په معامله غور
اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د دفاع لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډه د کمېټۍ چيئرمېن سېنېټر محمد طلحه محمود په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د سېنېټ د اړخه په لېږلې شوي د اولسي اهميت يوې نكتي ترمخه د کوئټه لپاره د پروازونو په کرايه كښې د غير معمولي زياتوالي په معامله غور وشو او پاکستان انټرنيشنل ايئرلائنز (پي آئي اے) د اړخه چترال څخه د راتلونكو پروازونو په آپريشنل صورتحال بريفنګ واخستلے شو۔په غونډه كښې سېنېټر ډاکټر زرقه سهروردي تيمور، سېنېټر عمر فاروق او سېنېټر عطاء الحق دروېش ګډون وكړو۔قائمه کمېټۍ د پي آئي اے د نجکارۍ هركلے وكړو او قامي فضائي ادارې له په زړه پوري فنډز وركولو او د نجي څانګي د لارې آپريشنل مينجمنټ اقدامات وستائېلے شول۔د کمېټۍ چيئرمېن سېنېټر محمد طلحه محمود په دې خبره زور راوړو چې د حکومتونو كار کاروبار چلول نه وي او د نجکارۍ په نتيجه كښې هغه لويې اولسي وسائل بچ شي كوم چې تير وخت كښې په بيل آؤټ پيکجز خرڅ كيدل۔ده هيله څرګنده كړه چې اوس به پي آئي اے پيشه وره پوهان په ښه ډول چلوي او اداره به خپل پخوانے نوم بحال کړي۔کمېټۍ د چترال لپاره د پي آئي اے پروازونو په بنديز د تشويش څرګندونه وكړه۔کمېټۍ ته ووئيل شول دا معطلي د الوتكو د كمي له امله شوي ځكه چې دا مهال يواځې دوه اے ټي آر الوتكي آپريشنل دي۔دغسې کمېټۍ خبر كړې شوه چې نجکاري او مالي وسائل وركولو نه پس وزارت د ګراؤنډډ الوتكو پشمول د اے ټي آر الوتكو مرمت ته پام لرنه كوي دغسې چې د چترال په روټ سروس بحال کړے شي۔د دفاع سيکرټري کمېټۍ له باور وركړو چې د دې روټ بحالۍ لپاره کنسورشيم ته سفارشات لېږلې شي۔ده تجويز وركړو چې چترال او ګلګت بلتستان كښې د سياحت ودې سره سره ګرين ټورازم اقدام او د دفاع وزارت ترمينځه فضائي مزل زياتولو او د روټس افاديت ښه كولو له مرسته تر لاسه كېدې شي۔ده کمېټي د غور لاندې منصوبو څخه هم خبر كړه چې ترمخه يې د چارټرډ چورلكو سروسز معارفي کولو او د چترال پروازونه د چارټرډ آپريشنز سره په تړلو غور کيږي۔د کمېټۍ چيئرمېن سېنېټر محمد طلحه محمود د چترال لپاره د پروازونو شميري زياتولو او به اوونۍ كښې يو نه تر دووز پروازونو پېل كولو سپارښتنه وكړه۔











