اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد د پرېكنده كارروائيو مخالفت په حقيقت كښې د ترهګرو بيانيې ته تقويت وركول دي٬ خېبر پښتونخوا هغه صوبه ده كومې چې تر ټولو زياته قرباني وركړې ده٬ تر ټولو زياته تباهي يۍ ليدلې ده خو افسوس په دې خبره چې هم په دغه صوبه كښې د ترھګرو په ضد په رياستي …
د ترهګرۍ په ضد د پرېكنده كارروائيو مخالفت په حقيقت كښې د ترهګرو بيانيې ته تقويت وركول دي: طارق فضل چوهدري
اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد د پرېكنده كارروائيو مخالفت په حقيقت كښې د ترهګرو بيانيې ته تقويت وركول دي٬ خېبر پښتونخوا هغه صوبه ده كومې چې تر ټولو زياته قرباني وركړې ده٬ تر ټولو زياته تباهي يۍ ليدلې ده خو افسوس په دې خبره چې هم په دغه صوبه كښې د ترھګرو په ضد په رياستي اقدامات سياست كولې شي۔ د شورو په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائت اېكس خپل بيان كښې ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف لخوا د آپرېشنز مخالفت دا پوښتنه رامخې ته كړې ده چې د اقتدار سياست آيا قامي سلامتيا څخه زيات مهم شوے دے؟ كومو عناصرو چې جوماتونه ٬ بازارونه ٬ سكولونه او امنيتي ځواكونه به نخښه كړل د هغوي په ضد د كارروايۍ په اړه ابهام پېدا كول د شهيدانو د وينې سره ظلم دے۔ ده ووئيل تحريك طالبان پاكستان كوم مروره ډله نه بلكې يو منلے شوے ترهګر تنظيم دے د كوم لاسونه چې د زرګونو په شمېر پاكستانو وګړو په وينو سره دي۔ په داسې حال كښې د ښكاره دريځ په ځايې نرمه لهجه كارول او د رياستي كارروائيو مخالفت كول په حقيقت كښې د هغه سترو قربانيو سپكاوے دے كومې چې زمونږ امنيتي ځواكونو وركړې دي۔ ده ووئيل د رياست فرض دي چې هغه د وګړو د ځان او مال تحفظ وكړي او پاك پوځ هم دا ذمه واري ترسره كوي۔ ده ووئيل سياست په خپل ځاے خو رياست ٬ سلامتيا او د شهيدانو قربانۍ بايد له هر څه پورته وي۔











