اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د پارليماني چارو وزارت د اولسي مسئلو حل ٬ اولس ته ځواب وركولو او سپېځلتيا ته ودې وركولو له په كال 2025 كښې د پورته كړو اقداماتو رپورټ جاري كړے دے په كوم كښې چې وئيلې شوي دي په هېواد كښې د تېر كال په مهال د اولسي شكايتونو 93 فیصده كېسونه ترسره كړے شول۔ د شورو په ورځ د پارليماني چارو وزارت لخوا په جاري …
د پارليماني چارو وزارت د كال 2025 اقدامات په اړه رپورټ جاري كړو
اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د پارليماني چارو وزارت د اولسي مسئلو حل ٬ اولس ته ځواب وركولو او سپېځلتيا ته ودې وركولو له په كال 2025 كښې د پورته كړو اقداماتو رپورټ جاري كړے دے په كوم كښې چې وئيلې شوي دي په هېواد كښې د تېر كال په مهال د اولسي شكايتونو 93 فیصده كېسونه ترسره كړے شول۔ د شورو په ورځ د پارليماني چارو وزارت لخوا په جاري اعلاميه كښې وئيلې شوي ګرد هېواد څخه د بېلو مسئلو په اړه په ترلاسه شوو 21 زره 281 درخواستونو د وزارت لخوا كارروائي عملي كړې شوه۔ په دغه شكايتونو كښې په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانو وګړو درخواستونه هم شامل وو۔ د پارليماني چارو وزارت ووئيل د اولسي شكايتونو په وخت لرې كولو د لارې سپېځلتيا ٬ ځواب وركولو او په حكومت د اولسي باور ته د ودې وركولو عزم لرؤ۔ حكومت ته اولسي لاس رسنه زياتولو له شكايات ونګ یونیورسل اېکسېس نمبر 554-555-111 هم معارفي كړے شوے ۔ رپورټ له مخې اولس ته د وزارت خذمات په اړه نزدې 12 کروړه 30 لکه اېس اېم اېس ولېږلے شول ۔ د شکایتونو شمېره كال 2024 كښې 12 زره 597 څخه په زياتېدو په كال 2025 كښې 21 زره 281 ته ورسېده۔ په خېبر پښتونخوا او پنجاب سېلاب ځپليو سيمو كښې شكايت ډېسك جوړ كړے شول۔ د رپورټ له مخې د تېر كال په مهال وزارت د 6 قائمه كمېټيو 49 غونډې وكړې۔ د پارليماني چارو وزارت د دواړو ايوانونو په كارروايۍ كښې فعاله كردار ادا كولو سره د 207 پوښتنو ځوابونه وركړل۔ دې سره سره د پارليماني چارو وزير 20 د پام ګرځونې نوټس ، 6 آئینی او قانوني رپورټس ايوان ته وړاندې كړل۔ د پارليماني چارو وزير په 5 قراردادونو ځواب ، په 9 تحریکونو بحث راغونډ كړو او د قانون سازۍ 26 بلونو سره اړونده كارروايي ترسره كړې شوه۔ د پارليماني چارو وزارت ووئيل د اداره جاتي او پارليماني تړون لا مضبوطولو عزم لرؤ۔











