د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال سره وليدل،د صحت څانګي ته په پېښو چيلنجونو او په روانو اقدامات د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال سره اسلام آباد كښې ليدلي دي۔د ملاقات په مهال خېبر پښتونخوا كښې د صحت څانګي ته په پېښو چيلنجونو او روانو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د شورو په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري بيان له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر صوبه كښې د صحت سهوليات ښه …

اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال سره اسلام آباد كښې ليدلي دي۔د ملاقات په مهال خېبر پښتونخوا كښې د صحت څانګي ته په پېښو چيلنجونو او روانو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د شورو په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري بيان له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر صوبه كښې د صحت سهوليات ښه والي لپاره د وفاقي حکومت د مرستي په اهميت او د ضم شوو ضلعو پشمول د صوبې پسمانده ضلعو كښې د جديد درملني سهوليات لپاره د طبي منصوبو پېل كولو په حاجت زور راوړو۔په دې موقع وفاقي وزير مصطفيٰ کمال خېبرپښتونخوا كښې د صحت نظام ښه كولو له د هر ممکن مرستي باور وركړو۔ده ووئيل په لويو روغتونونو كښې د رنځورانو ګڼه کمولو له كوټلي تګلاره جوړه شوې، پرائمري هيلتھ کيئر به د ډيجيټل هيلتھ د لارې قوي كولې شي او ټيلي ميډيسن نظام پېل شوے دے ۔ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل اولس د رنځونو څخه ساتلو لپاره به وفاق او صوبو له په ګډه كار كول وي، نېشنل هيلتھ سپورټ پروګرام كښې به هم خېبر پښتونخوا ته خاص پام لرنه كولې شي۔ده ووئيل د صوبې پسمانده ضلعي اوس اوس هم درملني لپاره پېښور ته راځي۔ د صوبې ضم شوې ضلعي او جنوبي ضلعو كښې جديد سهوليات لرونكو روغتونونو او طبي عملي ته ضرورت دے۔

مزید خبریں