مالياتي نظام مضبوطولو له د نوې ټيكنالوجۍ جاج اغستو په لړ كښې معتبرو نړيوال همكارانو سره په تماس كښې يوو: د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب د سجواني ګروپ پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي پاكستان خپل مالياتي نظام مضبوطولو له د نوې ټېكنالوجيز جاج اغستو په لړ كښې معتبرو نړيوالو همكارانو سره په فعاله توګه تماس كښې دے۔ ده دا خبره د شورو په ورځ دلته د سجواني بزنس ګروپ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په ډيجيټل فنانس او رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجيز كښې د مرستې …

اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي پاكستان خپل مالياتي نظام مضبوطولو له د نوې ټېكنالوجيز جاج اغستو په لړ كښې معتبرو نړيوالو همكارانو سره په فعاله توګه تماس كښې دے۔ ده دا خبره د شورو په ورځ دلته د سجواني بزنس ګروپ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په ډيجيټل فنانس او رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجيز كښې د مرستې په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اعلی كچې پلاوي مشري د ون ګروپ چيئرمېن سيد ذيشان كوله۔ په ملاقات كښې ټوکنائزېشن، مصنوعي زېركتيا ، بلاک چین او ډیجیټل انفراسټرکچر سره په نړيواله كچه رامخې ته كېدونكو اړوندو رجحانات غور وكړے شو۔ په ملاقات كښې د پاكستان په مالياتي څانګه كښې په روانو اصلاحاتو او د ډيجيټل بدلون ايجنډې ملاتړ لپاره د ممكنه همكارۍ په اړخونو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔ پلاوي پاكستاني حكومت سره په همكارۍ كښې ژوره خوښي ولرله۔ پلاوي د نړيوالې كچې په غوره مثالونو او د نجي څانګې په اختراعات رڼا واچوله كومه چې شفافيت ٬ كاركردګۍ ٬ د سرمايه كارو لاس رسنۍ او مالي شمولت كښې بهترۍ لپاره د پاكستان مرسته كولې شي۔ دواړو اړخونو په دې خبره اتفاق وكړو چې كه دا ټېكنالوجيز په محتاط ډول نافذ كړې شي نو دا كېپيټل ماركيټ ته پراختيا وركولو ٬ نړيوالې سرمايه كاري راغب كولو او تلپاتي معاشي پرمختګ ته وده كښې مرستيال ثابتېدې شي۔ د خزانې وفاقي وزير د پلاوي خوښي وستائېله او پاكستان سره په تعميري ډول د رابطو په ساتلو يې مننه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان خپل ماليتي نظام مضبوطولو له د نوې ټېكنالوجيز جاج اغستلو په لړ كښې معتبر نړيوالو همكارانو سره په فعاله توګه رابطه كښې دے۔ د خزانې وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې د كومې هم ممكنه همكارۍ بنياد دې په قامي ترجيحات ٬ سپېځلتيا او په نافذ كېدونكو قوانين او عملي كېدونكو پالېسيو كېښودلې شي۔ په پلاوي كښې امیرہ حسېن سجوانی، شریک مېنېجنګ ډائرېکټر، ډی اے اېم اے سیګروپ او شریک بانی او چیف اېګزېکټو آفیسر، پرېپکو،عاقب حسن، چیف کمرشل آفیسر، ون هومز الپ اوزینالپ او چیف آف سټاف و جنرل منېجر ټوکنائزېشن جوزف ال آم هم شامل وو۔

مزید خبریں