اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) فېډرل بورډ آف انټرمېډېټ اېنډ سېكنډري اېجوكېشن د اېچ اېس اېس سي فرسټ ايئر او سيكنډ ايئر دوېم كلن امتحانات 2025 نتيجې اعلان كړې دي۔ د شورو په ورځ تعليمي بورډ لخوا د اعلان كړو نتيجو له مخې په اېچ اېس اېس سی فرسټ ایئر كښې په مجموعي توګه 71 زره 611 زده كوونكو برخه واخسته۔ په كومو كښې چې 70 زره 957 امتحان كښې حاضر …
فيډرل بورډ آف انټرميډيټ اينډ سيكنډري ايجوكيشن د ايچ ايس ايس سي فرسټ ايئر او سيكنډ ايئر دويم كلن امتحانات 2025 نتيجې اعلان كړې
اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) فېډرل بورډ آف انټرمېډېټ اېنډ سېكنډري اېجوكېشن د اېچ اېس اېس سي فرسټ ايئر او سيكنډ ايئر دوېم كلن امتحانات 2025 نتيجې اعلان كړې دي۔ د شورو په ورځ تعليمي بورډ لخوا د اعلان كړو نتيجو له مخې په اېچ اېس اېس سی فرسټ ایئر كښې په مجموعي توګه 71 زره 611 زده كوونكو برخه واخسته۔ په كومو كښې چې 70 زره 957 امتحان كښې حاضر شول۔ په هغوي كښې 57 زره 181 زده كوونكي كامياب وګرځولے شول۔ د مجموعي كاميابۍ تناسب 80.67 فیصد پاتي شو۔ په ريګولر زده كوونكو كښې د كامياب تناسب 82.02 فیصد او پخوانيو/ پرائيوېټ زده كوونكو كښې دا شرح 37.86 فیصده پاتې شوه۔ دغسې په اېچ اېس اېس سی سېکنډ ایئر كښې په مجموعي توګه د 26 زره 709 زده كوونكو اندراج وشو په كومو كښې چې 24 زره 840 امتحان وركړو۔ په هغوي كښې 17 زره 146 كامياب وګرځولے شول او د مجموعي كاميابۍ تناسب 69.70 فیصد پاتي شو۔ په ريګولر زده كوونكو كښې د كاميابۍ تناسب 71.76 فیصد او پخوانيو/ پرائيوېټ زده كوونكو كښې دا شرح 68.92فیصده ريكارډ كړې شوه۔ د وفاقي تعليمي بورډ له مخې نتيجې په سركاري وېب سائټ www.fbise.edu.pk كتلې كېدې شي۔ زده كوونكو ته نتيجې په SMS هم لېږلې شوي دي۔ كانديد په SMS سروس 5050 رول FB (اسپېس) رول نمبر ليكلو سره نتيجه معلومولې شي۔ د وفاقی تعلیمی بورډ چیئرمین ډاکټر اکرام علی ملک كاميابي ترلاسه كوونكو ته مباركي وركولو سره هغوي ته د لا خوارۍ كولو تلقين وكړو دغسې چې هغوي د هېواد او قام په پرمختګ كښې خپل فعاله كردار ترسره كړے شي۔











