اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف ډیجیټل نیشن پاکستان وژن د حكومت د ډیجیټل پالیسیو بنياد دے۔ د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دبئی د نوموړي رئیل اسټېټ کمپنۍ داماک پراپرټیز سجوانی بزنس پلاوي ته وزارت ته د رارسېدو په مهال وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه …
د وزيراعظم ډیجیټل نیشن پاکستان وژن د حكومت د ډیجیټل پالیسیو بنياد دے: د وفاقي وزير شزه فاطمه خواجه سجوائي پلاوي سره خبرې
اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف ډیجیټل نیشن پاکستان وژن د حكومت د ډیجیټل پالیسیو بنياد دے۔ د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دبئی د نوموړي رئیل اسټېټ کمپنۍ داماک پراپرټیز سجوانی بزنس پلاوي ته وزارت ته د رارسېدو په مهال وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه هركلے اووې۔ په دې موقع بلاوي ته د پاكستان په ډیجیټائزېشن وژن او د مېرمنو په ډيجيټل شموليت بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ دواړو اړخونو د آؤټ سورسنګ په موقعو ٬ ټېك ټېلنټ او د پراپرټی ټېکنالوجی و ټوکنائزېشن د لارې د اېفېشینسی په كارولو او د لېکویډیټی په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ پلاوې د وزيراعظم رمضان پېكج لاندې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام د لارې د 5 لكه مېرمنو ډیجیټل والټس پرانستلو په اړه هم خبر كړے شو۔ د دبئی بزنس ګروپ پلاوي كښې اېم ډي ډي اے اېم اے سي او سي اي او رپریپکو امیرہ حسېن سجواني ، د ون هومز چیف کمرشل آفیسر عقیب حسن او د پریپکو جي اېم ټوکنائزېشن جوزف اېل ام شامل وؤ۔د سجوائي ګروپ پلاوي د پاكستاني ځوانانو صلاحيتونه او د ډیجیټلائزېشن نظام ستائېلو سره په پاكستان كښې په اپ ټېک، ټوکنائزېشن او د سرمايه كارۍ په پراخه موقعو د اطميان څرګندونه وكړه۔











