اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د خسارے سره مخ رياستي ملکيتي ادارو نجکارۍ ته حکومت خاص پام لرنه كوي، د پي آئي اے 75 فيصده حصص کاميابه نجکاري د باران وړومبے څاڅكے دے، د نجکارۍ کمېشن د اصلاحات په اړه كار تندولو او نجکارۍ کمېشن كښې د نجي څانګي او مارکيټ څخه ښه صلاحيتونه لرونكے افرادي قوت دې واغستلے شي،ټولي تعيناتۍ دې …
د خسارې سره مخ د رياستي ملکيتي ادارو نجکارۍ ته حکومت خاص پام لرنه كوي، د پي آئي اے 75 فيصده حصص کاميابه نجکارۍ د باران وړومبے څاڅكے دے۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د خسارے سره مخ رياستي ملکيتي ادارو نجکارۍ ته حکومت خاص پام لرنه كوي، د پي آئي اے 75 فيصده حصص کاميابه نجکاري د باران وړومبے څاڅكے دے، د نجکارۍ کمېشن د اصلاحات په اړه كار تندولو او نجکارۍ کمېشن كښې د نجي څانګي او مارکيټ څخه ښه صلاحيتونه لرونكے افرادي قوت دې واغستلے شي،ټولي تعيناتۍ دې په سپيځلي ډول وكړې شي، د نجکارۍ کمېشن منصوبو دې د نړيوال معيار فرم څخه تھرډ پارټي آډټ وكړے شي۔د نهي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نجکارۍ کمېشن چارو په اړه د غونډي مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د دفاع وزير خواجه آصف ، د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري، د وزيراعظم د نجکاري صلاحكار او د نجکارۍ کمېشن چيئرپرسن محمد علي او اړوندو اعليٰ سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل د خسارې سره مخ د رياستي ملکيتي ادارو نجکارۍ ته حکومت خاص پام لرنه كوي، د پي آئي اے 75 فيصده حصص کاميابه نجکاري د باران وړومبے څاڅكے دے۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې نجکارۍ کمېشن كښې د اصلاحات په اړه دې كار تند كړے شي، نجکارۍ کمېشن كښې د نجي څانګي او مارکيټ څخه ښه صلاحيتونه لرونكي متعلقه افرادي قوت دې واغستلے شي،ټولي تعيناتۍ دې په سپيځلي ډول وكړې شي،دغسې د نجکارۍ کمېشن منصوبو دې د نړيوال معيار فرم څخه تھرډ پارټي آډټ وكړے شي۔وزيراعظم د نجکارۍ کمېشن ډيجيټائز کولو هم سپارښتنه وكړه۔ غونډي ته د نجکارۍ کمېشن كښې په روانو اصلاحاتو بريفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول د نجکارۍ کمېشن كښې مارکيټ څخه د فنانس، هيومن ريسورس، قانون، انفارمېشن ټيکنالوجي او ميډيا مينجمنټ په اړه ايډوائرز دې بھرتي کړے شي۔نجکارۍ کمېشن كښې به د مارکيټ څخه سټريټيجي، پاليسي، ټرانزيکشن او پاور څانګو کنسلټينس تعينات كولې شي،سټريټيجکي نظم و ضبط ، د قوي ګورننس ، ادارہ جاتي استعداد ښه والے او سټيك هولډرز سره پاكې رابطي د نجکارۍ کمېشن د اصلاحات بنياد دے۔غونډه خبر كړې شوه چې د بجلۍ تقسيم کوونكو کمپنيو نجکاري په ابتدائي توګه په دوه بيچز كښې اېښودلې شوي،وړومبي بيچ كښې د اسلام آباد اليکټرك سپلائي کمپني ، د ګوجرانوالا اليکټرك پاور کمپني او د فيصل آباد اليکټرك سپلائي کمپني نجکاري به كولې شي۔دويم بيچ كښې د حيدرآباد اليکټرك سپلائي کمپني او سکھر اليکټرك پاور کمپني نجکاري به كولې شي۔











