د الشفاﺀ ټرسټ آئي روغتون د سترګو مشر ډاكټر طيب افغاني له په نړيوال كنفرنس كښې لائف ټائم اچيومنټ ايوارډ وركړے شو

پېنډۍ ۔ 06 جنوری (اے پی پی) د الشفاﺀ ټرسټ آئي روغتون د سترګو مشر ډاكټر طيب افغاني ته د پاكستان اوكولوپلاسټك اېسوسي اېشن لخوا په لاهور كښې د تابيا شوي نړيوال آئي كنفرنس په موقع لائف ټائم اچيومنټ ايوارډ وركړے شو۔ دا اعزاز ده ته د ده د اوږدې مودې خذماتو په اعتراف كښې وركړے شو۔ په كنفرنس كښې په طب او د طبي تعليمي په څانګه كښې د …

پېنډۍ ۔ 06 جنوری (اے پی پی) د الشفاﺀ ټرسټ آئي روغتون د سترګو مشر ډاكټر طيب افغاني ته د پاكستان اوكولوپلاسټك اېسوسي اېشن لخوا په لاهور كښې د تابيا شوي نړيوال آئي كنفرنس په موقع لائف ټائم اچيومنټ ايوارډ وركړے شو۔ دا اعزاز ده ته د ده د اوږدې مودې خذماتو په اعتراف كښې وركړے شو۔ په كنفرنس كښې په طب او د طبي تعليمي په څانګه كښې د ډاكټر افغاني خذمات وستائلې شوو۔ ډاكټر افغانی په اوکولر آنکولوجی، ری کنسټرکټیو سرجری او د سترګو ټیومرز په درملنو كښې خصوصي مهارت لري ٬ هغه د سترګو د كېنسر ويړيا درملنو مركز جوړولو كښې مركزي كردار ترسره كړو۔ هغه 60 څخه زياتې تحقيقي مقالې ليكلې او په شل هېوادونو كښې 70 څخه زياتې پېپرې وړاندې كړې دي۔ ده له يو شمېر نړيوالو او ځائي ادارو ايوارډز او ګولډ مېډل هم وركړي دي۔ ميډيا سره خبرو كښې ډاكټر افغاني ووئيل دا ايوارډ ما او الشفاﺀ ټرسټ لپاره د وياړ ور دے۔ ده وئيل الشفاﺀ ټرسټ د هېواد ټر ټولو لويو تربيتي مركزونو كښې شمېرلے شي۔ ده ووئيل د کالج آف فزیشنز اېنډ سرجنز پاکستان او پاکستان مېډیکل اېنډ ډېنټل کونسل شمېرو له مخې په هېواد كښې د سترګو د ډاكټرانو كمې دې ٬ ټرسټ د ګرد هېواد رنځورانو ته د وېړيا درملنو وركولو پلو خاص پام ګرځولے دے۔

مزید خبریں