د پاکستان او سري لنکا د درېو ميچونو ټي 20 سيريز به سبا د شورو په ورځ پېل كيږي

دمبولا 06 جنوري (اے پي پي) د پاکستان او سري لنکا ترمينځه د درېو ميچونو ټي 20 سيريز به سبا د شورو په ورځ پېل كيږي۔درې واړه ميچونه به دمبولا كښې كولې شي۔دا سيريز د پاکستان لپاره د آئي سي سي مينز ټي 20 کرکټ ورلډ کپ چمتوالي په اړه مهم ګرځولے شوے۔ د قامي ډلي کپتان سلمان علي آغا سيريز د ټولو لوبغاړو لپاره د خپلو صلاحيتونو آزمائيلو ښه …

دمبولا 06 جنوري (اے پي پي) د پاکستان او سري لنکا ترمينځه د درېو ميچونو ټي 20 سيريز به سبا د شورو په ورځ پېل كيږي۔درې واړه ميچونه به دمبولا كښې كولې شي۔دا سيريز د پاکستان لپاره د آئي سي سي مينز ټي 20 کرکټ ورلډ کپ چمتوالي په اړه مهم ګرځولے شوے۔ د قامي ډلي کپتان سلمان علي آغا سيريز د ټولو لوبغاړو لپاره د خپلو صلاحيتونو آزمائيلو ښه موقع ګرځولو سره ووئيل ورلډ کپ څخه وړاندې سري لنکا كښې ميچ كول د پاکستان لپاره لويه ګټه ده۔ده ووئيل ډله به زر تر زره د ځائې کنډيشنز سره همغږي پيدا كولو هڅه كوي۔ سلمان علي آغا ووئيل قومي اسکواډ كښې صلاحيت لرونكي لوبغاړي شامل دي كومو له به چې په دې سيريز كښې موقع وركولې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې لوبغاړي به د خپلي کارکردګۍ سره د ډلي باور پورا كړي او د پاکستان په کاميابۍ كښې به مهم كردار ترسره كړي۔ د سيريز دويم ميچ به په 9 جنوري دغسې دريم به په 11 جنوري دمبولا كښې كولې شي۔

مزید خبریں