پېښور 06 جنوري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي په ځوانانو سرمايه کاري، اولس لپاره سهوليات او يو قوي پاكستان زمونږ د ګوند وژن دے، د قامونو د تقدير پريكړه د ځوانانو په لاسو كښې ده، خېبر پښتونخوا د ترهه ګرۍ په ضد ډېرې قربانۍ وركړې دي،زمونږ د بچو تعليم، …
په يوتھ سرمايه کاري، د قامونو د تقدير پريكړه د ځوانانو په لاسو كښې ده۔وفاقي وزير انجينئرامير مقام
پېښور 06 جنوري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي په ځوانانو سرمايه کاري، اولس لپاره سهوليات او يو قوي پاكستان زمونږ د ګوند وژن دے، د قامونو د تقدير پريكړه د ځوانانو په لاسو كښې ده، خېبر پښتونخوا د ترهه ګرۍ په ضد ډېرې قربانۍ وركړې دي،زمونږ د بچو تعليم، زمونږ د ځوانانو سباؤن او زمونږ معيشت دا ټول د امن سره تعلق لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ پېښور يونيورسټۍ كښې د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم ترمخه د ليپ ټاپس وركولو دستوري ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔ انجينئر امير مقام ووئيل زه نن ډير حوشحاله يم او په دې وياړ لرم چې زه د پېښور په يونيورسټۍ كښې د زدكوونكو سره موجود يم چرته چې د وزيرِاعظم پاکستان محمد شهباز شريف د ځوانانو لپاره د پېل شوي تاريخي پي ايم يوتھ پروګرام ترمخه 2400 زدكوونكو له ليپ ټاپس وركړې كيږي۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا بېلو پوهنتونونو كښې به 14 زره زدكوونكو له ليپ ټاپس وركولې شي، ليپ ټاپس سکيم د مسلم ليګ (ن) حکومت پېل كړے ؤ خو د بده مرغه دغه پروګرام په كال 2108 كښې بند كړے شو كوم چې بيا وزيراعظم محمد شهباز شريف پېل كړو۔ وفاقي وزير ووئيل تر ټولو اول د زړه د كومي هغه ټولو خوش نصيب زدكوونكو له مباركي وركوم كوم چې د دې پروګرام څخه مستفيد كيږي۔ده ووئيل زه د پېښور پوهنتون علمي، تحقيقي او تعليمي خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كوم،دا اداره نه يواځې د خېبر پښتونخوا بلکه د ټول پاكستان لپاره د علمي رڼا مينار دے او دلته څخه فارغ شوې كسان د هېواد او قام په خذمات كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل وفاقي حکومت نه يواځې معيشت د استحکام پلو روان كړے بلکه هېواد بيا د پرمختګ پلو رانولو له سختي خو سمي پريكړي شوي، الحمدلله نن د پاکستان معيشت د بحالۍ پلو روان شوے، ده ووئېل سرمايه کاري زياته شوې او ځوانانو لپاره نوي موقعي راپيدا كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ د ګوند وژن ښكاره دے او په ځوانانو سرمايه کاري، اولس له زيات سهوليات او قوي پاکستان زمونږ وژن دے،مونږ ګڼو چې كه ځوانان قوي وي نو پاكستان به قوي وي۔دې څخه وړاندې وفاقي وزير انجينئر امير مقام يونيورسټۍ ته په رسيدو تود هركلے وشو۔په دې موقع د پېښور يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر جوهر علي او فيکلټي غړي هم موجود وو۔دستوره كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي او پاکستان مسلم ليګ (ن) نورو عهديدار هم موجود وو ۔











