د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د پارليمنټ لاجز دوره، د جوړېدونكو 104 اضافي فيملي سوئټس په منصوبه د كار جاج واخستلے شو

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نهي په ورځ د پارليمنټ لاجز دوره وكړه او هلته د جوړېدونكو 104 اضافي فيملي سوئټس په منصوبه د كار جاج يې واغست ، د كورنيو چارو وزير مملکت سينيټر طلال چوهدري هم په دې موقع هغه سره ؤ ۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وزير مملکت …

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نهي په ورځ د پارليمنټ لاجز دوره وكړه او هلته د جوړېدونكو 104 اضافي فيملي سوئټس په منصوبه د كار جاج يې واغست ، د كورنيو چارو وزير مملکت سينيټر طلال چوهدري هم په دې موقع هغه سره ؤ ۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په منصوبه د قامي اسمبلۍ سپيکر له بريفنګ وركړو ۔ ده ووئيل پارليمنټ لاجز كښې 104 اضافي فيملي سوئټس جوړېدل تر سره كېدونكې دي ،دا منصوبه په 2011ء كښې پېل شوې وه كومه چې د سپيکر په خصوصي هڅو بيا فعاله كړې شوه ۔ سپيکر ووئيل د دې منصوبې زر تر زره بشپړولو ته دې پام لرنه وكړې شي،پارلماني غړو ته پېښې د استوګنې مسئلې حل كولو لپاره دا منصوبه زر تر زره بشپړولو ته اړتيا ده ۔ سردار اياز صادق په روانه منصوبه سي ډي اے ته د تعميراتي معيار باوري كولو سپارښټنه وكړه او د منصوبې په وخت بشپړولو يې زور راوړو۔

مزید خبریں