اسلام آباد۔6جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د نېشنل پرائس مانيټرنګ کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه په كومه كښې چې د ګرانۍ رجحاناتو ٬ د ضروري توكو شتون ٬ د بيعو استحكام او په خاص توګه د روژې مباركې مياشتې څخه وړاندې د غذائي تحفظ مضبوطولو اقداماتو جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې د چيف …
د وفاقي وزير احسن اقبال د خوراك معيار ٬ كولډ چينز او رمضان سپلائي مينجمنټ لپاره د فوري اقداماتو هدايت
اسلام آباد۔6جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د نېشنل پرائس مانيټرنګ کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه په كومه كښې چې د ګرانۍ رجحاناتو ٬ د ضروري توكو شتون ٬ د بيعو استحكام او په خاص توګه د روژې مباركې مياشتې څخه وړاندې د غذائي تحفظ مضبوطولو اقداماتو جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې د چيف اکانومسټ ډاکټر امتياز احمد ٬ د پاکستان بېورو آف اسټېټسټکس چيف اسټېټسټېشن او د صوبائي حكومتونو او سټېټ بنك استازو ګډون وكړو۔ پاکستان بېورو آف شماريات د ګرانۍ تفصيلاتو په اړه بريفنګ كښې ووئيل په دسمبر 2024 كښې 4.1 فيصد پاتې شوې هېډ لائن ګراني دسمبر 2025 كښې زياتېدو سره 5.6 فيصد شوه۔ په كلنو بنيادونو د ګرانۍ سببونو كښې د ګاز ٬ د سرو ٬ غنمو ٬ پيو او چرګانو بيعې زياتېدلې شامل دي۔ ددې په مقابله كښې د آلو، ټماټر، پياز، چايې، دالونو٬ بجلۍ او د اسټېشنرۍ په شمول د يو شمېر څيزونو كښې كمې وليدلې شو۔ ۔پي بي اېس د ډسيژن سپورټ سسټم آن انفليشن (DSSI) له مخې ډېټا وړاندې كړه۔ د كال 2024 او 2025 تقابلي جائزه كښې ووئيلې شوو چې د پياز او آلو په څير د روزانه استعمال څيزونو بيعې ټيټې پاتې شوې۔ د دې په مقابله كښې تېر كال كښې د 20 كلوګرامو اوړو تروړه 1800 روپۍ څخه زياتېدو سره 2146 روپۍ ته ورسېده۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې د چينو او چرګانو قيمتونه د كال په پېل كښې زيات شوي وو كوم چې اوس كم شوي دي۔ د چينو قيمتو 180 روپۍ في كلو څخه كمېدو سره 150 روپۍ پاتې شوے دے۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت ته په كولډ چېن انفراسټركچر د بشپړه مطالعې كولو هدايت وكړو۔











